لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دصدر ټرمپ نه وروسته طالبانو هم ویلي دسولې خبرو ته چمتو دي


د امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا طالبانو سره د سولې دخبرو دبیا پیل کیدو له دعوې وروسته طالبانو هم منلې ده چې دسولې دپاره دواړه خواؤ یو ځل بیا تماسونه نیولي دي.

صدر ټرمپ د زیارت په شپه په یو غیراعلانیه سفر کابل ته رسېدلی اؤ دغلته یې په بګرام هوایي ډګر کې امریکایي ځواکونو ته خپله وینا کې ویلي وؤ چې طالبان اوربند ته اماده شوي اؤ دامن دخبرو دبیا پیل کیدو دپاره ورسره تماسونه دوامداره دي.

دصدر ټرمپ له دې څرګندونو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم خبري شبکې رائټرز ته پخلی کړی چې د دواړو خواؤ ترمنځ دسولې دخبرو دپاره تماسونه نیول شوي دي.

دطالبانو ویاند ویلي دامریکا لوړ پوړو چارواکو تیره اوونۍ دوحه کې طالبانو سره لیدنه کړې وه اؤ له هغې راپدیخوا د دواړو لوریو ترمنځ دخبرو ودرېدلې لړۍ ډیر زر په رسمي توګه یو ځل بیا پیل کیدای شي.

د ذبیح الله مجاهد په وینا “مونږ دسولې خبرو ته اماده یو اؤ اوس هم پخپل تیر دریځ ولاړ یو”

هغه ویلي که چرې دسولې خبرې بیا پیل کیږي نو دا به هم له هغه ځایه پیل شي په کوم ځائ چې ودرېدلې وې.

صدر ټرمپ تیره شپه بګرام هوايي ډګر کې دخپلې وینا په مهال ویلي‌وؤ "طالبان غواړي چې خبرې وکړي او مونږ ورسره لیدنې کوو، مونږ به ورته ویل چې اوربند وکړي دوي نه کولو خو اوس اوربند ته تيار دي زما په خيال، ګورو چې څه کيږي"

امریکايي صدر د ستمبر په مياشت کې د طالبانو سره روانې خبرې ځنډولې وې، دغه پرېکړه يې په کابل کې د يوې چاؤدنې وروسته کړې وه چې پکې امریکايي سرتېری هم وژل شوی ؤ.

د صدر ټرمپ سره د ليدو وروسته افغان ولسمشر اشرف غني ويلي، چې امریکايي صدر د داعش او طالبانو پرضد د افغان ځواکونو نه ستړې کېدونکې هڅې ستايلي دي.

غني ويلي، "دواړه لوري ټينګار کوي چې که طالبان د سولې د خبرو ژمنو ته رښتنې وي اوربند دې وکړي".

افغانستان کې د اوږدې مودې راهسې روانې جګړه کې د راپورونو ترمخه د يو نيم لاک نه زيات خلک وژل شوي چې پکې ملکي وګړي، طالب تندلاري او امنيتي سرتيري شامل دي،امريکا اتلس کاله وړاندې د طالبانو د حکومت پرضد عمليات پېل کړي وو.

ويل کیږي په دغه موده کې د امریکا ۲۴۰۰ سرتيري هم وژل شوي او نزدې يو کهرب ډالره خرڅ يې پرې راغلی دی.

XS
SM
MD
LG