لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لندن کې د ترهګر بريد کوونکي تعلق د پاکستان سره وو، رپوټ


د برتانیې په سر ښار لندن کې د ترهګر بريد کوونکي پېژندګلو د ۲۸ کلن عثمان خان په نوم شوې او د نړيوالو رسنيو ترمخه هغه د ۱۸ کالو نه په کم عمر کې په پاکستان کې پاتې شوی، د پخوانۍ (فاټا) سفر کړی او پلان يې درلود چې په کشمير د ترهګرۍ روزنيز کېمپ جوړ کړي.

د لندن د چارواکو په وېنا چاکو په لاس تن چې ترهګر بريد يې کړی دوه کسان يې وژلي او درې نور يې ژوبل کړي دي، دغه تن پولیسو په ډزو وژلی دی.

د لندن د مېټروپوليټن پوليس ويلي دوی پخلی کوي چې د مشکوک تن پېژندګلو د ۲۸ کلن عثمان خان په نوم شوې ده او هغه د سټېفرډشاير اوسېدونکی دی.

د برتانیې ګارډين ورځپاڼې د عثمان خان په اړوند ويلي، د کال ۲۰۱۳م د ترهګرۍ د څار د ادارې په رپوټ کې ويل شوي چې عثمان خان د هغه درېو کسانو د جملې څخه ؤ، چې د لندن نه يې د پاکستان قبايلي علاقو (پخوانۍ فاټا) ته سفر کړی او پلان يې درلود چې په راتلونکې کې په کشمير کې د ترهګرۍ د روزنيز مرکز دپاره پېسې جمع کړي او تنظيم جوړ کړي.

د ګارډين ترمخه هغه د القاعده ترهګرۍ ډلې نه متاثره ؤ او د هغې ډلې غړی ګڼل کېدو چې بمونه يې په ډاک لېږل.

ټيليګراف ورځپاڼې ويلي ۲۸ کلن خان ته په کال ۲۰۱۲م کې د القاعده نه متاثره ترهګر تنظیم سره په تړاؤ په ترهګر بريد سزا ورکړی شوې خو موده يې نه وه ټاکل شوې او د رپوټ ترمخه وروسته په کال ۲۰۱۳ م کې هغه ته د ۱۶ کالو بند سزا اورل شوې وه.

د ټيليګراف ترمخه هغه د ژوند لمړۍ برخه په پاکستان کې تېره کړې کله چې يې مور ناروغه وه او زده کړې يې نه دي کړي.

په رپوټ کې ويل شوي هغه چې بیرته برتانيې ته راغلی نو د سخت دريځه اسلام تبليغ يې پېل کړی او ډېر خلک يې د ځان پلويان کړي وو.

او هغه غوښتل چې په کشمير کې د خپلې کورنۍ په ځمکه د جومات سره نزدې ترهګر کېمپ جوړ کړي په دې هيله چې په علاقه کې شريعت نافذ کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG