لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبلوڅ میرمنو نیونه،حکومت وایي ترهګرو سره یې اړېکې لرلې،خو بشري فعالین وایي دښځو نیول به حالات نور هم ترینګلي کړي


دبلوچستان ايالت له بلوڅ ميشتې سيمې اواران څخه تيره ورځ لا درکه شوې څلور بلوڅې ميرمنې د اوران ضلعې دمرستيال کمشنر په ولکه کې دي ۔

دبلوچستان ايالت داخله وزير ضيا لانګو داتوار په ورځ امریکه غږ ډيوه ته وويل چې څلور ميرمنې د مرستيال کمشنر په ولکه کې په مکمله توګه په حفاظت سره بندي دي او له دې ورستو به د نيول شوو ميرمنو خلاف مقدمه درج کيږي او د قانون مطابق چلند به ورسره کيږي۔

له ښاغلي مو وپوښتل چې په نیول شوې میرمنې په کوم جرم تورنې دي؟

کله چې هغه څخه ددغو میرمنو دجرم په اړه وپوښتل شول نو وئ ویل "چي ښځې راځي او د وران کارۍ سامان له ځان سره راوړي او خلک پکي مړه کوي نو په داسي حالت کې د سړي مجبوري شي چي زنانه به هم نیسي"

دهغه په وینا "دا میرمنې له حکومت سره دي ،د حکومت مثال د مور پلار دی،دې ميرمنو غلط کار کړی دی ،د دوی پر ضد به پر چه درج کيږي او د قانون مطابق چلند به ورسره کيږي"

هغه وویل حکومت د ترهګرو ملا ماته کړې ده اوس دوی میرمنې په ترهګرۍ کې استعمالوي ، باید زنانه د خپل عزت خيال دي وساتي او د ترهګرۍ په جنګ کې دې د نارينه ؤ ملګري نه کوي ۔

ښاغلي لانګو وویل د يو غيرتمندې ټولنې دا نخښاني وي چې په جنګ کې له ميرمنو څخه کار نه اخيستل کيږي ۔

د داخله وزير ضيا لانګو په وينا د پاکستان د فوځ لخوا د اواران ضلعې کمشنر ته امر شوی ؤ چې دا يادې ميرمني دې ونيول شي ، له هغه وورستو مرستيال کمشنر د سي ټي ډي ( کاونټر ټيرريزم ډيپارټمنټ ) ځواک په ملتيا داڅلور ميرمني نيولي دي.

هغه وویل دنیول کیدو پرمهال له دغو ميرمنو څخه وسله هم ترلاسه شوې ده اؤ دې ميرمنو له بيلتون غوښتونکي بلوچ سازمان بلوچ ليبريشن فرنټ سره اړيکې لرلې.

هغه وویل پر ټولنيزو رسنيو چې کومو عکسونو کې زنانه شکاره شوي ،او په هغه کې کومه وسله شکاره شوې دا ټوله له نيول شوو ميرمنو څخه تر لاسه کړل شوې"

دصوبې دکورنیو چارو وزیر پر وسله والو بلوڅانو ژغ وکړو چې باید د پاکستان اساسي قانون ومني اؤ وئ ویل چې څوک هم دترهګرۍ په تور تورن دي او د خلکو په وژنو کې لاس لري د هغو پر ضد په عدالتونو کې مقدمې روانې دي هغه دې عدالت ته وړاندې شي او د قانون مطابق عمل به ورسره وشي.

ښاغلي لانګو وويل چې د خبرو اترو لپارہ تر اوسه پورې د دوی اوسني حکومت له خفه او بيلتون غوښتونکو بلوڅانو سره رسمي اړيکې نه دي نيولې ۔

له بلې خوا د نيول شوو بلوڅو ميرمنو په حق کې پر ټولنيزو رسنيو سخته خوا شيني څرګنده شوې اؤ ویل شوي چې د ميرمنو نيول د بلوچستان د رواياتو خلاف عمل دی، داسي کار به د خفه بلوچانو غصه لا زياته کړي.

د ښځو د حقوقو لپاره کار کونکي سازمان " وومن ډيموکريټک فرنټ " بلوچستان څانګې په خپل خپاره کړې بيان کې ليکلي چي دتښتونې په څېر دا نيول شوې څلور زنانه “بی بی سکینه ، سید بی بی ، نازل او حمیده دې ژر تر ژره خلاصې شي.

په بيان کې ویل شوي چې په بلوچستان کې له تيرو دوؤ لسيزو څخه روانو عملياتو او اړي ګړي له وجې تر ټولو زيات زيان ښځو ته رسيدلی دی.

د بلوچ هيومن رائټس ارګنائزيشن له لوري ھم په کوټه پريس کلب کې پريس کانفرنس وشو ،د ارګنائزيشن مشرې بي بي ګل هم د نيول شوو ميرمنو د خلاصولو غوښتنه وکړه

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG