لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اڅکزی: د پښتنو پرضد سازشونه دوام لري، د عبدالصمد خان اڅکزي د تلين لمانځغونډې ته وېنا


پښتون ملت پاله مشر محمود خان اڅکزی وايي، د پښتنو پرضد د سازشونو لړۍ دوام لري، او د پښتنو به حقونو به هیڅ ډول سودا ونه کړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر عبدالصمد خان اڅکزي ۴۶ تلین لمانځغونډې ته په وېنا کې د ګوند مشر محمود خان اڅکزي وویل، "د پښتنو پرضد سازشونه روان دي او دوی به په خپله خاوره د پښتنو په حقونو هیڅ ډول سودا ونه کړي".

نوموړي وويل، "پاکستان د معدنياتو نه ډک دی بهرني قوتونه پرې قبضه اچول غواړي، خو مونږ ته د کوم خېرات ضرورت نشته مونږ د خپلو حقونو دپاره جنګېږو".

هغه وويل، "په پاکستان کې چې څوک خرڅيږی هغه وفادار ګڼل کيږي او چې نه خرڅیږي هغه وفادار نه ګڼل کیږي، د ازادي مارچ غوښتنې دې ومنل شي، ادارې دې خپل خپل کار کوي پوځ دې قانون ومني".

"په ائين کې ښکاره دي چې ټولې ادارې د پارليمان ماتحته دي، مقتدره ادارې که څومره طاقتوره شي په سیاست کې ورله لاس وهنه نه ده پکار".

اڅکزي د عمران خان حکومت ته غل حکومت وويل او زياته يې کړه "د چين او امريکې په ګډون ټولې نړۍ ته وېل غواړي چې د غل حکومت سره کړې ژمنې نه منو".

غونډې ته د جمعيت علما اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم وېنا وکړه او وې ويل،"صمد خان شهيد په خپلو قربانو تاريخ رقم کړی دی".

هغه وويل، "د ادارو احترام کوو خو د اولس په حقونو سودا نه کوو، سلېکټډ يا جوړ کړی شوی حکومت نه منو د داسې خلکو سره په جګړه پوهېږو، د غلامانو په مخکې نه شو ټیټېدی".

مولانا زياته کړه "د ملک د ثبات او ولس د حقونو دپاره جګړه به دوامداره ساتو".

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کوټۍ د هاکۍ په لوبغالي کې د عبدالصمد خان اڅکزي د تلين لمانځغونډه راجوړه کړې وه.

بل اړخ ته، د پاکستان د واکمن تحريک انصاف ګوند مرکزي ډپټي سيکريټري جنرل سردار خادم حسين وردګ د محمود خان اڅکزي او د مولانا فضل الرحمان د تورونو په ځواب کې وويل چې "د دوی الزامونه بې بنياده دي، د تحريک انصاف حکومت حقيقي جمہوري حکومت دی او د تحریک انصاف په دور حکومت کې د پاکستان معيشت پر مخ تڰ کړ‎ی دی او په راروان وخت کې به نوره ترقي هم وکړي".

عبدالصمد خان اڅکزی څوک ؤ؟

خان عبدالصمد خان د شلمې پیړۍ د جمهوریت مفکر او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ بنسټ ایښودونکی و. هغه په ١٩٧٣ کې، د ډېسمبر پر ٢مه نیټه باندې، د کوئټې ښار پر جمال الدین افغاني سړک باندې پخپل کور کې دننه، د لاسي بم په برید کې وژل شوی و.

قاتل یې تر اوسه پورې هم نه دی نیول شوی. د خان شهید په نوم ياد دا پښتون مشر په ١٩٠٧ کې د ګلستان په عنایت الله کاریز کې زیږېدلی و، تعلیمي زده کړې یې یوازې ٨ جماعته په سکول کې کړې وې، بیا نورې عالي زده کړې یې ټوله په زندان کې ترسره کړې.

خان عبدالصمد خان اڅکزي د خپل عمر په ټوله ٦٦ کلونو کې، ٣٠ کاله په بند کې تیر کړل، چې لومړی یې د برصغیرهند څخه د پرنګیانو د ایستلو او بیا د پاکستان له جوړېدو وروسته، دلته د جمهوریت د پلي کیدو دپاره یې خپله مبارزه کوله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG