لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو کمول "ضروري نه ده" تعلق يې د طالبانو د خبرو سره وي


د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر د ګل، دوشنبې په ورځ ویلی، په راتلونکې کې د افغانستان نه د امریکايي سرتېرو کمول "ضروري نه ده"چې تعلق يې د طالبانو د خبرو سره وي.

نوموړي رویټرز سره په مرکه کې دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په وروستيو کې د شکرانې د ورځې په مناسبت د افغانستان سفر کړی او د پوځ د کمولو او طالبانو د اوربند خبره يې کړې وه.

اېسپر ويلي د ټرمپ انتظاميې د امریکا او نورو بهرنيو ځواکونو په کمولو بحث کړی دی.

"زه په اطمينان سره ويلی شم چې مونږ به په افغانستان کې د سرتېرو شمېره راکمه کړو خو چې يقيني کړو چې افغانستان به بيرته د امریکا پرضد د ترهګرو د بريدونو دپاره خوندي ځای نه جوړيږي".

اېسپر شمېره نه ده ښودلې خو ويلي يې دي اتحاديان يې هم په دې صلاح دي چې شمېره راکمه کړي.

په افغانستان کې دا وخت نزدې ۱۳زره امریکايي او نور په زرګونو د نېټو ځواکونه موجود دي.

امریکايي چارواکو ويلي امکان دی چې په افغانستان کې به اته زره ۶۰۰ زره امریکايي سرتيري وساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG