لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د رضاالله د مړينې وروسته په ميرانشاه کې روان پرلت په څلورمه ورځ دوام لري


د شمالي وزيرستان په همزوڼي سيمه کې د رضاالله نومې تن د مړينې وروسته د ځايي خلکو او پښتون غورځنګ (پي ټي اېم) پرلت په څلورمه دوام لري.

د رضاالله په اړوند د هغه کورنۍ او پي ټي اېم وايي هغه په ۲۸م نومبر په همزوڼي کې د ماين چاؤدنې وروسته سره د ۱۷ کسانو پوځ نيولی ؤ، د دوی په وېنا په دغو کسانو کې بيا نور خوشي کړی شوي خو د رضاالله سره پينځه کسان بيا په بند کې پاتې کړی شوي وو.

دوی وايي چې په ۳۰ نومبر بيا دوی ته خبر ورکړی شوی چې رضاالله مړ شوی دی، خو تور لګوي چې رضاالله د پوځ په بند کې ؤ او په هغه دومره تشدد شوی چې له امله يې مړ شوی دی.

د سيمې نه د پارلیمان منتخب غړي او د پي ټي اېم مخکښ مشر محسن داوړ هم دغه رنګ تور لګولی چې رضاالله د پوځ د تشدد له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

نه خو پوځ او نه بيا د شمالي وزيرستان انتظامیې دغو تورونو ته کوم ځواب ويلی دی.

خو د رضاالله د مړينې وروسته چې د دغه پېښې پرضد پي ټي اېم او ځايي خلکو کوم پرلت پېل کړی انتظاميه وايي دوی د رضاالله د کورنۍ او د همزوڼي د خلکو سره ليدلي او خبرې يې کاميابې شوي دي.

انتظاميه دا هم وايي چې دوی غواړي چې احتجاج کوونکي دې د دوي سره کښېني او خپلې غوښتنې دې ورته وړاندې کړي دوی به ورسره پرې خبره وکړي.

خو په احتجاج ناست د پي ټي اېم ځايي مشر جمال داوړ وايي يو دا چې د دوی سره پوځ يا انتظامیې په خپله نېغ په نېغه رابطه نه ده کړې او بل دا چې د رضاالله دپاره د انصاف ترلاسه کولو سره دوی نورې غوښتنې هم لري.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "دوی رضاالله ته انصاف غواړي، په علاقه کې د بدې پېښې وروسته د خلکو د ځورولو د لړۍ ودرولو غوښتنه کوي او په علاقه کې وسله په لاس د مشکوکو خلکو او تورو شيشو د ګاډو د فعاليتونو د مخنيوي غوښتنه کوي ځکه چې دې کارونو په خلکو کې ويره خوره کړې ده".

هغه وويل له دې وړاندې هم دوی ته د انتظاميې لخوا په ليکلې بڼه داسې باور ورکړی شوی ؤ خو د هغې باوجود په علاقه کې د هدفي وژنو او کومې بدې پېښې کېدو وروسته د خلکو ځورونې روانې دي.

هغه زياته کړه دوی دې ځل له پوخ باور غواړي چې بيا داسې حالات جوړ نه شي. خو د انتظاميې لخوا د دوی سره هيڅ خبرې نه دي شوي.

د سيمې نه د پارلیمان منتخب غړي محسن داوړ په ټويټر ویلي هغه هم نن دغو احتجاج کوونکو له علاقې ته روان دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG