لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې سولې ته هیله مندي زیاته شوې، نظر پوښتنه


د افغانستان د سولې او امن په تړاو د ایشیا بنسټ د ۱۸۰۰۰زره افغان وګړو نظر پوښتلي او په خپل رپوټ کې يې ویلي ۸۸ اعشاریه ۵ فیصده خلکو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو ملاتړ کړی دی.

د ایشیا بنسټ لخوا په ترسره شوې سروی کې چې له خلکو پرې نظر اخستل شوی له طالبانو سره د سولې په ګډون ټاکنې ،د بیان ازادي، په سیاسي فعالیتونو کې د مېرمنو ونډه او یوشمېر نور موضوعات شامل دي.

دې ادارې ویلي د سولې په دې ټول پوښتنه کې له هغو کسانو نظر تر لاسه شوی چې عمرونه يې له ۱۸ کلونو پورته دي او۸۰ فیصده خلک یې د کلیو او بانډو او پاتې ۲۰ فیصده یې د ښارونو اوسیدونکي دي.

د ایشیا بنسټ په خپل کلني راپور کې ویلي د افغانستان سویلي ولایتونو کې په سولې د خلکو دباور کچه ۷۲ اعشاره ۹ فیصده ،په ختیځو ولایتونو کې ۷۶ اعشاره ۹ فیصده ده خو په مرکزي ولایتونو کې ۳۸ اعشاره ۷ فیصده د یاد بنسټ له لوري یاد شوی دی.

د سولې او امن په تړاو ترسره شوې سروې کې راغلي له ۱۸۰۰۰ کسانو ۵۰ فیصده خلکو ویلي چې د سولې په پروسه کې استازیتوب شوی او ۷۸ فیصده خلکو د سولې له روانې پروسې په تړاو د بشپړې پوهې د درلودو خبره کړې ده.

د ایشیا راپور کې د رسنیو او د بیان ازادی ته هم اشاره شوې او ویلي يې دي چې د تېر په پرتله خلک دا مهال په افغانستان کې د راډیو په پرتله له تلویزیونو څخه ګټه اخستنه زیاته شوې ده.

د سولې او امن په تړاو دغه سروې د ایشیا بنسټ لخوا په داسې حال خپره شوې چې افغان حکومت ویلي که د طالبانو او امریکا ترمنځ په مذاکراتو کې د اوربند موافقه وشي افغان حکومت اماده دی چې له شرط پرته له طالبانو سره د سولې مذاکرات پېل کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG