لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف: پر زده کوونکو د مقدمو پر ځای دې د هغوی د رایې او غږ احترام وشي


واشنګټن ــــ په لاهور ښار کې د زده کوونکو تر یووالي مارچ وروسته د پولیسو له خوا د عالمګیر وزیر د نیولو او په سلګونو نورو باندې د ایف ای آر درجولو په اړه د اپوزیشن ګوندونو مشر شهباز شریف ویلي حکومت دې د طالبعلمانو د رایې احترام وکړي.

د نومبر پر 29مه د پاکستان د نورو ښارونو غوندې په لاهور ښار کې هم د پوهنتونونو او کالجونو زده کوونکو د یووالي مارچ کړی وو، چې پکې یې په دې هېواد کې د زده کوونکو د سازمانونو د بیرته بحالۍ او د خپلو ستونځو د ختمېدو غوښتنه کړې وه.

شهباز شریف د نهې- سه شنبې په ورځ پخپل یوه ټویټ کې ویلي، حکومت باید ځوانانو او طالبعلمان ځان ته ور نيژدې کړي نه دا چې د هغوی د رایې مخه ونیسي او مقدمې ورباندې درج کړي:

"د ملت مستقبل له ځوانانو سره تړلی دی، د هغوی د ږغونو احترام دې وشي او غوښتنو ته دې یې توجه وشي".

په لاهور کې د زده کوونکو تر یووالي مارچ یوه ورځ وروسته په دې ښار کې د پښتون کونسل پخوانی مشر عالمګیر وزیر- چې د مارچ ګډونوالو ته یې وینا کړې وه- ناببره ورک شو، چې د زده کوونکو تر پرله پسې احتجاج وروسته پولیسو د هغه نیول ومنل او ویې ویل چې هغه یې جېل ته لېږلی.

په لاهور کې د زده کوونکو د یووالي غورځنګ وایي، د لنډ وخت لپاره یې د حکومت په ضد خپل احتجاج ختم کړی خو وایي که یې د زده کوونکو په ضد درج کړې مقدمې ختمې نه کړې نو بیا به خپل احتجاج پیل کړي. په لاهور کې د پښتون طلبا کونسل پخوانی مشر مزمل خان وایي:

"د احتجاج چې کوم فشار وو د هغه په نتیجه کې دوی [پولیسو] موږ ته وویل چې عالمګیر له دوی سره دی، نن سهار موږ فیصله وکړه چې د اکثرو زده کوونکو د پرچو په خاطر به احتجاج وځنډوو، دا احتجاج به موږ اوس له دوو تر پینځو ورځو پورې د پنجاب اسمبلۍ مخته کوو".

زده کوونکو د تېرې اوونۍ په یووالي مارچ کې په پاکستان کې د طالبعلمانو د سازمانونو د بیرته بحالۍ، په پوهنتونونو او کالجونو کې د فیسونو د کموالي او د خپلو نورو تعلیمي ستونځو د ختمېدو غوښتنې کړې وې خو لاهور پولیسو د شاوخوا درې سوه زده کوونکو په ضد د بغاوت مقدمې درج کړې.

د طلبا یووالي غورځنګ یوه فعاله غړې عروج اورنګزېب وي او اې ډیوه ته وویل، غوښتنه یې د زده کوونکو د یونین پر ځای کول وو، خو وایي ریاست مجبوره کړل چې د احتجاج لاره خپله کړي. عروج وایي اوس هم پر خپله غوښتنه ټینګ ولاړ دي:

"ریاست احتجاجونو ته مجبوره کړو، اوس هر وخت په ویره کې یو چې چرته د تشدد ښکار نه شو".

د زده کوونکو پر ضد د ریاست له خوا د بغاوت تر مقدمو وروسته د تحریک انصاف پر حکومت پر ټولنیزو رسنیو سخت تنقید شوی او د سیاسي ګوندونو تر څنګ د بشري حقونو مبارزینو هم د حکومت دا ګام غندلی دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم په پوهنتونونو کې د طلبا یونین د بحالۍ غوښتنې ته په جواب کې ویلي، یوه پراخه او د عمل وړ تګلاره به جوړوي چې د زده کوونکو د سازمانونو د بحالۍ تر څنګ په دې وتوانېږي چې په مستقل کې له هغوی څخه د سیاسي رهبرانو د جوړېدو پر لور مثبت ګام واخلي. عمران خان پر ټویټر لیکلي:

"پوهنتونونه د راتلونکي رهبري تیاروي او د زده کوونکو تنظیمونه د دې عمل لازمي برخه وي، خو له بده مرغه د پاکستان په پوهنتونونو کې د طالبعلمانو له تنظیمونو د جګړې میدانونه جوړ شوي چې له کبله یې علمي ماحول په بشپړه توګه تباه شوی دی".

په پاکستان کې د زده کوونکو د سازمانونو پر سیاسي فعالت د پخواني پوځي آمر جنرل ضیاوالحق د واکمنۍ په مهال د 1984م کال د فرورۍ پر 9مه د یوه پوځي فرمان له مخې په دې تور بندیز لګېدلی وو، چې وایي په پوهنتونونو کې سیاسي ګوندونو په دسیسو جګړو ته لاره هواروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG