لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني سره دخلیلزاد لېدنه،په سوله اؤ‌ اوربند یې ورسره خبرې کړي


افغان سولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي ښاغلي زلمي خلیلزاد کابل ته سفر کړی اؤ دافغان ولسمشر اشرف غني سره یې افغانستان کې دسولې اؤ اوربند په چارو خبرې اترې کړي دي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې ددچهارشنبې په ماښام ترسره شوې دغه لیدنه کې دهیواد نه بهر دطالبانو دپټنځایونو په موجودیت هم خبرې شوي دي.

اؤ دصدارټي ماڼۍ بیان زیاتوي چې په دې موضوع تیره اوونۍ کابل ته دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ دسفر په مهال هم ولسمشر اشرف غني اؤ صدر ټرمپ خپلو کې خبرې اترې کړې وې.

په بیان کې نه ده واضحه کړل شوې چې طالبان دافغانستان له پولو بهر چرته پټنځایونه لري خو افغان دولتي اؤ‌ سیاسي چارواکي زیاتره وخت ګاونډي هیواد پاکستان تورنوي چې طالبانو ته یې خپله خاوره کې خوندي ځالې ورکړي دي.

پاکستان دافغانستان تورونه مدام رد کړي اؤ دعوه کوي چې افغانستان کې دسولې اؤ ثبات پلوي دی.

دای ایف پي د راپور له مخې دامریکا دبهرنیو چارو محکمې ویلي چې کابل کې تر لیدنو وروسته به زلمی خلیلزاد طالبانو سره دخبرو اترو دپاره قطر ته روانیږي.

دبهرنیو چارو دمحکمې په بیان کې ویل شوي چې زلمی خلیلزاد به دافغان شخړې سوله ییزه هواري دپاره دبین الافغاني غونډې اؤ اوربند په اړوند طالبانو سره یوځل بیا مذاکرات کوي.

کابل ته د زلمي خلیلزاد له دې سفر څو ورځې وړاندې دامریکا صدر ښاغلی ډانلډ ټرمپ په امریکا کې دشکرانې د ورځې په مهال په ناساپي سفر کابل ته رسېدلی ؤ اؤ دغلته یې خبریالانو ته ویلي وؤ چې طالبان خبرو اترو اؤ اوربند دواړو ته اماده شوي دي.

همدغه شان صدر ټرمپ په دې وروستیو کې دا پخلی هم کړی دی چې امریکا یو وارې بیا طالبانو سره دسولې په تړون کار پیل کړی دی.

امریکا دتیرکال راهسې قطر کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ طالبانو سره دسولې خبرې پیل کړې وې اؤ صدر ټرمپ سږکال په اتم ستمبر څرګنده کړې وه چې طالب مشرانو اؤ ولسمشر اشرف غني ته یې کیمپ ډيوډ کې دلیدنې بلنه ورکړې ده.

خو امریکا ته دطالبانو دسفر نه وړاندې کابل کې په خونړۍ چاونه کې د یو امریکایي پوځي‌ په وژل کیدلو صدر ټرمپ طالبانو سره خپله لیدنه اؤ دمذاکراتو لړۍ دواړه ختمې کړې اؤ اعلان یې وکړو چې مذاکرات اؤ ترهګري یوځائ دوام نه شي کولی.

خو تیره میاشت دافغان دولت اؤ‌ طالبانو ترمنځ دبندیانو دتبادلې نه وروسته امریکایي چارواکو اؤ طالبانو دواړو دمذکراتو دلړۍ دبیا پیل کیدلو اشارې ورکړې و

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG