لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:پوځ سره نښته کې څلور وسله وال اؤ یو عسکر وژل شوی


دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا شمالي وزیرستان سیمه کې د امنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمنځ نښته شوې چې پکې یو څلور وسله وال اؤ یو پاکستانی سرتیری وژل شوی دی.

دسیمې څخه امنیتي سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ته د زیارت په ورځ‌ ویلي دا نښته دشمالي وزیرستان په بویه تحصیل کې شوې ده .

سرچینې وایي دغلته پوځ د ترهګرو د موجودیت اطلاع ترلاسه کړې وه اؤ چې کله دهغوئ دنیولو دپاره پوځ سیمې څخه ګیره تاؤ کړه نو وسله والو په پوځيانو ناتاره ډزې پيل کړې چې پکې یو عسکر ووژل شو.

دسرچینو دعوه ده چې دپوځ ځوابي ډزو کې څلور ترهګر وژل شوي اؤ پینځه نور ژوندي نیول شوي دي.

بویه د شمالي وزیرستان هغه سیمه ده چې دکړکیچن وضعیت له امله ورته دمیډیا رسد نه کیږي ترڅو کره معلومات مخې ته راوړي.

خو د سیمې نه یو انتظامیي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ډيوه ته ویلي چې له نښتې وروسته په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي اؤ چاڼیز عملیات یې پیل کړي دي.

دپاکستان پوځ کال ۲۰۱۴م کې په قبائیلي سیمو کې دترهګرو په ضد د ضرب عضب په نوم په پراخه کچه عملیات پیل کړي وؤ اؤ دعوه کوي چې ددې عملیاتو په پائیله کې د وزیرستان زیاتره سیمې دترهګرو څخه پاکې کړي خو اوس هم دغلته وخت په وخت په پوځ دبریدونه راپورونه مخې ته راځي‌.

د روانې میاشتې په وړومبۍ نېټه هم د شمالی وزیرستان د غلام خان تحصیل دیوګر سیدګی سیمه کې د امنیتي سرتیرو په پوسته وسله وال برید کې یو عسکر وژل شوی او پینځه نور ټپیان شوي وؤ.

په شمالی وزیرستان کې په تیره میاشت نومبر کې تر لسو زیات وسله وال بریدونه ترسره شوي چې پکې ۱۳ عسکر وژل شوی ددې په دوه برخې زیات نور ژوبل شوي دي

تر دې وړاندې په 28م نومبر د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه نه لس کلومیټره لرې سویل لویدیز لوري ته په همزوني سیمه کې د سړک د غاړې په یوه بمي چادونه کې دوه پوځیان ژوبل شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG