لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایشیایي پرمختیایي بانک پاکستان ته دیو ارب اؤ۳۰ؤ کروړو ډالرو پور منظور کړو


ایشیائي پرمختیایي بانک دپاکستان ځپل شوي اقتصاد ته د اډاڼې ورکولو په موخه ددغه هیواد دپاره په بېړني ډول د یو ارب اؤ۳۰ؤ‌ کرورو روپو د پور منظوري ورکړې ده.

پخپله یوه اعلامیه کې ایشیایي پرمختیايي بانک ویلي پاکستان ته ورکړل کیدونکی دا پور د “ملټي‌ ډونر معاشي اصلاحاتو”یوه برخه ده چې دنړیوالې مالیاتي پنګې (ایي ایم ایف) په تابیا پاکستان ته ورکول کیږي مقصد یې دپاکستان اقتصادي وضعیت ښه کول دي.

اعلامیه کې راغلي چې دتیرکال په نیمايي کې دپاکستان اقتصاد زیات ځپل شوی ؤ اؤ اوس ددې پور د ورکولو موخه د پاکستان دتازه حساباتو خساره کمول اؤ دمحصولاتو په پیاوړي کولو دمعاشي کرکیچ څخه دبې وزله خلکو ژغورنه ده.

دیو ارب اؤ ۳۰ؤ کروړو ډالرو دې پور کې پاکستان ته ۳۰کروړه ډالر یوازې دانرژۍ څانګه کې د پرمختیا دپاره ورکول کیږي.

سږکال دستمبر په میاشت کې ملګرو ملتونو ویلي وؤ دچین،سعودي عرب اؤ نړیوالو مالیاتي ادارو څخه دپورونو اؤ پنګو ترلاسه کولو باوجود پاکستان په اقتصادي بحران کې راګیر دی.

دکال ۲۰۱۹م دپاره دملګرو ملتونو دسوداګرۍ اؤ پرمختیا په اړوند راپور کې دپاکستان داقتصادي کړکیچ علتونه دپورونو د ورکړې راکړې خراب وضعیت ،د روپۍ ارزښت کې کموت ا بهرنیو پورونو کې زیاتوالی ښودل شوی ؤ.

تیرکال چې کله په پاکستان کې دعمران خان حکومت واکمنۍ ته ورسیدلو نو دعوه یې وکړه چې تیرو حکومتونو د هیواد خزانه تشه کړې ده اؤ هیواد دتاریخي اقتصادي کړکیچ سره مخ دی.

وروستو پاکستان داقتصادي کړکیچ نه د وتلو په خاطر دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف څخه د شپږو اربو ډالرو پور واخستو اؤ ددې ترڅنګ یې دچین نه هم د دوؤ اربو ډالرو پنګې اؤ د۲.۶ اربو ډالرو کاروباري پورونه ورکړي وؤ.

هم دغه شان پاکستان د سعودي عرب نه هم تیرکال درې اربه ډالر په پور اخستي اؤ متحده عرب اماراتو هم ورته اربونه ډالر پور ورکړی دی.

پاکستان ته د درېوؤ اربو ډالرو ورکولو ترڅنګ سعودي چارواکو پاکستان سره تړون کړی چې د درېوؤ اربو ډالرو تیل به هم پاکستان ته په پور ورکوي.

همدا راز په دې وروستیو کې په پاکستان کې د ګرانۍ کچه هم لوړه شوې اؤ حکومت دټېکسونو لمن پراخه کړې ده چې کاروباریان پرې نیوکې کوي خو حکومت دریځ لري چې دهیواد داقتصادي پیاوړتیا دپاره دټېکسونو لمن پراخول ضروري دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG