لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دګل پاڼې پښتو ټپو سږکال په یوټيوب پاکستان کې شپږم مقام ګټلی


په نړۍ کې د ویډګانو د لټون دسترې ټولنیزې رسنۍ یوټیوب په پاڼه سږکال پاکستان کې تر ټولو زیاتو کتل شوؤ لسو ویډیو ګانو کې دپېغلې پښتنې سندرغاړې ګل پاڼې پښتو ټپو هم ځائ موندلی اؤ یوټیوب دهغې ټپو ته شپږم مقام ورکړی دی.

د” ماته په غټو سترګو ګوره “ په نوم مشهورې شوې دا ټپې په یوټيوب د ۱۰ؤ میلیونو نه زیاتو خلکو کتلې اؤ دیو بل سره یې په ټولنیزو رسنیو شرېکې کړي هم دي.

سندر غاړې ګل پاڼه وایي ډيره خوشحاله ده چې پښتنو دهغې ټپې دومره خوښې کړي چې تر لویو لویو هنرمندانو یې په یوټیوب هغې ته ویاړ اؤ درناوی وبخښلو.

وائس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې ګل پاڼې وویل دا ډیرې ساده ټپې دي اؤ کله چې یې ریکارډ کولې دهغې دا امید نه وؤ چې په دومره لویه کچه به یې خلک خوښې کړي ،خو کله چې دا ټپې ریلیز شوې نو دهر چا زړه ته پرېوتې اؤ دهرې طبقې خلکو خوښې کړې.

هغې وویل ددې ټپو په تیارولو یې ډير زیات محنت کړی ؤ، ښه موسیقي، نوی طرز اؤ زړه راښکونکې ویډيو یې ورله تیاره کړې وه همدا لامل دی چې ډير زر دخلکو زوړونو ته پریوتلې.

سندرغاړې ګل پاڼه وایي دغه ټپې په ټولنیزو رسنیو ډيرې زیاتې خورې شوي اؤ ددې ترڅنګ په زیارتره میلسونو،ښادیو اؤ بنډارونو کې پیغلې اؤ زلمي نه یوازې دا ټپې په مینه اوري بلکې پخپله یې هم زمزمه کوي اؤ په دې دهغې حوصلې لوړې شوي دي.

ګل پاڼه زیاتوي چې یو هنرمند ته دښه کار شاباسی یا افرین ورکول د هنرمند حوصله زیاتوي چې په راتلونکي کې باید له دې هم ښه کار وکړي اؤ هغه هم ددې ټپو د کامیابۍ نه وروسته نوره هم ښه کار ته لیواله شوې ده.

د ډان ورځپاڼې دیو راپور په اساس یوټیوب هرکال دهر هیواد دپاره دلسو زیاتو کتل شوؤ ویډیو ګانو نوملړ وړاندې کوي اؤ‌ سږکال یې دغه نوملړ مخې ته راوړی دی.

سږکال چې پاکستان کې په یوټيوب تر ټولو زیاتې کومې لس سندرې یا دټنګ ټکور ویډيوګانې کتل شوي هغې کې وړومبی مقام دنبیل شوکت اؤ ائمه بیګ یوې اردو سندرې ګټلی دی.

دګل پاڼې پښتو ټپو ته شپږم مقام ورکړل شوی اؤ دپاکستان ستر سندرغاړي عاطف اسلم اؤ عابده پروین هم په دغه شمیره کې د ګل پاڼې نه وروسته پاتې شوي د

XS
SM
MD
LG