لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسولې خبرو سره سم افغانستان کې دجګړو لړۍ هم چټک شوې،تازه عملیاتو کې ۲۵طالبان وژل شوي


په قطر کې دامریکایي اؤ طالب چارواکو ترمنځ دسولې دخبرو پېلېدو سره سم افغانستان کې دطالبانو اؤ افغان ځواکونو ترمنځ نښتو کې هم شدت پېدا شوی اؤ چارواکي وایي په میدان وردګو ولایت کې دطالبانو په ضد تازه عملیاتو کې ۱۹ طالب وسله وال وژل شوي.

طالبان هم وایي چې دهلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې یې دمائن په یوه چاودنه کې څلور دولتي سرتیري وژلي دي.

دافغانستان ددفاع وزارت د شنبې په ورځ پخپل یو بیان کې ویلي چې افغان ځواکونو تیره ورځ دمیدان وردګو په سید اباد ولسوالۍ کې دطالبانو په ضد هوایي اؤ زمکني عملیات کړي چې ۱۹طالبان پکې وژل شوي اؤ دهغوئ د وسلو اؤ مهماتو یوه زیرمه هم تباه کړل شوې ده.

په عین حال کې د هلمند ولایت د والي ویاند هم رسنیو ته ویلي چې دهلمند په نهر سراج سیمه کې دطالبانو په ضد دامنیتي ځواکونو عملیاتو کې شپږ طالب وسله وال وژل شوي اؤ پینځه نور ژوندي نیول شوي.

خو پژواک خبري اژانس بیا دطالبانو له خولې دعوه کړې چې په یاده سیمه کې یې څلور دولتي سرتیري دمائن په یوه چاودنه کې وژلي دي.

تر دې دوه ورځې وړاندې هم په کندوز کې دطالبانو اؤ افغان ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوې چې پکې مطبوعاتو د نهو پولیس عسکرو اؤ ۱۱ؤ طالبانو د وژل کیدو راپورونه خپاره کړي وؤ.

په افغانستان کې دطالبانو اؤ افغان ځواکونو ترمنځ دنښتو لړۍ کې دا شدت په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې نړېوالې رسنۍ وایي د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې خبرې چې د تېرو څو مياشتو راهسې د ځنډ ښکار وې، نن په اووم ډسمبر په دوحه کې په رسمي ډول یو ځل بيا پېل شوي دي.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني تیره ورځ د ولسي جرګې دبیلابیلو کمیټیو دمشرانو اؤ غړو سره لیدنه کې ویلي وؤ اوربند د سولې د مذاکراتو دپاره وړاندینی شرط دی او طالبان باید په دې برخه کې خپل نیت، ظرفیت او اراده وښایي خو طالبانو لا افغان دولت سره د اوربند په اړوند څه نه دي ویلي.

تیره اوونۍ کابل ته دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ دخپل یو ناساپي سفر په مهال خبریالانو ته ویلي وؤ چې طالبان سولې اؤ اوربند دواړو ته چمتو شوي دي اؤ دصدر ټرمپ له دغو څرګندونو وروسته نه څو ورځې وروسته افغان سولې دپاره دامریکا استازی زلمی خلیلزاد هم کابل ته رسېدلی ؤ اؤ اشرف غني سره یې په افغان سوله خبرې کړې وې.

کابل ته د زلمي خلیلزاد د سفر په مهال دامریکا دبهرنیو چارو دوزارت پخپل یو بیان کې ویلي وؤ افغانستان ته له سفر وروسته به زلمی خلیلزاد دوحې ته هم سفر وکړي اؤ دغلته به طالب مشرانو سره افغانستان کې په سوله اؤ اوربند خبرې اترې وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG