لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د ايران مننه کړې چې په بدل کې يې امریکايي بنديوان خوشی کړی


د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ د ايران مننه کړې چې بندي چينايي امریکن پوهاند يې خوشی کړی دی څوک چې د کال ۲۰۱۶م نه د ايران په بند کې ؤ، په بدل کې امریکې د ايران سائنسدان خوشی کړی څوک چې د يو کال راهسې په امریکا کې بنديوان کړی شوی ؤ.

صدر ټرمپ په ټويټر ویلي،"امریکا به تر هغې په قلاره نه کښېني څو پورې يې چې په ايران او ګرده نړۍ کې په غلطه طريقه بنديوان کړی شوي امریکايان خپلو کورونو ته نه وي راوستي".

د امريکا د پرسټن پوهنتون پوهاند زيوانګ او ايراني سائنسدان پروفېسر مسعود سلماني تبادله د سوئټزرلېنډ په زيورخ کې شوې ده.

صدر ټرمپ په تکرار سره وايي چې غواړي د ایران سره د جوهري تړون په معامله خبرې وکړي.

خو په وروستيو کې ټرمپ او امريکايي چارواکو په ايران کې په مظاهره چيانو د تشدد په سختو ټکو کې نيوکې کړي دي.

په برتانيه کې د بشري حقونو سازمان اېمنسټي انټرنيشنل ويلي د ايران د مظاهرو په مهال په يوه مياشت کې د ايراني ځواکونو د لاسه ۲۰۸ کسان وژل شوي دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزير مايک پمپيو هم د بنديوانو د تبادلې په لړ کې د ایران حکومت په رغنده چلند د خوشحالۍ څرګندونه کړې ده.

نوموړي د سوئټزرلېنډ د حکومت په منځګړيتوب کولو هم مننه کړې ده.

د ايران د بهرنیو چارو وزیر جوادظریف هم د بنديوانو د خپلو کورنيو سره په يو ځای کېدو د خوشحالۍ اظهار کړی او د سوئټزرلېنډ د حکومت مننه يې کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG