د افغانستان په جنوبي صوبه هلمند کې طالبانو په يو پوځي مرکز د موټر د لارې ځانمرګی بريد کړی چې پکې په سمدستي ډول چارواکو د درې سرتېرو د وژنې پخلی کړی دی.
د وي او ای اشنا څانګې د خبر ترمخه د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې په پوځي مرکز دغه بريد نن د ګل، دوشنبې په ورځ غرمه شوی دی.
د نادعلي ولسوال بريالي نظري په پېښه کې د درېو سرتېرو د وژنې پخلی کړی دی او اندېښنه يې څرګنده کړې چې د مړو ژوبلو شمېره سېوا کېدی شي.
طالبانو منلې چې د هلمند په نادعلي کې يې په پوځي مرکز د مازدا موټر د لارې بريد کړی دی.
چارواکو ويلي په پېښه کې د مرګ ژوبلو نور جزيات به وروسته شريک کړي.
په هلمند کې په پوځي مرکز بريد په داسې حال کې شوی چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې يو ځل بيا پېل شوي دي.
امريکايې چارواکو پرون ويلي امريکا په دوحه کې د طالبانو سره د سولې خبرې اترې يې پېل کړي چې بنيادي مرکز يې په افغانستان کې د تشدد کمول او د افغانانو په مشرۍ خبرې اترې جاري ساتل دي چې مقصد يې په افغانستان کې تلپاتي امن ته لاره هوارول دي.
د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې د ستمبر په اوومه نېټه د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ هغه وخت ځنډولې وې چې په کابل کې طالبانو په يوه بمي چاودنه کې ۱۲ کسان وژلي وو چي پکې يو امريکايې وګړی هم وژل شوی وو.
امريکا د طالبانو سره د سولې خبرې اترې بيا په افغانستان کې د تشدد د کمولو په شرط پېل کړي خو څيړونکي وايې دا به د زلمي خليلزاد او د هغه د ډلې لپاره آسان کار نه وي چې طالبان په افغانستان کې ډزبندۍ ته مجبوره کړي.