لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:دترهګرۍ په تور نیول شوې بلوڅ میرمنې پرېښودل شوې


دبلوچستان د اواران سیمې څخه دترهګرۍ په تور نیول شوې څلور بلوڅ مېرمنې دبشري حقونو اؤ سیاسي فعالینو لخوا د سخت احتجاج وروسته تیره ورځ خوشې کړل شوي دي.

دبلوچستان نیشنل ګوند یو مهم مشر اؤ دبلوچستان دپارلیمان غړي ثناء الله بلوچ د یادو میرمنو دخوشې کیدلو پخلی کړی اؤ امریکا غږ ته یې ویلي چې دغه میرمنې خپلو کورونو ته رسېدلي دي.

دا بلوڅ میرمنې په ۲۹م نومبر امنیتي اؤ استخباراتي مامورینو نیولې وې اؤ له هغې وروسته پرې دترهګرۍ تور لګول شوی ؤ.

دترهګرۍ ضد پولیسو په ټولنیزو رسنیو دنیول شوؤ بلوڅ میرمنو یو عکس هم خپور کړی چې په دغه عکس کې دهغوئ مخې ته وسله اؤ‌ چاودیدونکي مواد اېښودل شوي اؤ دعوه شوې چې دا وسله یې له دغو میرمنو ترلاسه کړې.

خو ددې څلور میرمنو په نیونه دې وروستیو کې بلوچستان کې سخت غبرګونونه رامنځته شوي وؤ‌ اؤ په ټولنیزو رسنیو دبلوڅ سیاسي مشرانو اؤ د بشري حقونو دفعالینو بیانونه مخې ته راتلل چې دبلوڅ میرمنو نیونه به وړاندې نه دکړکیچونو سره مخ صوبه بلوچستان کې وضعیت نور هم ترینګلی کړي.

په پاکستان کې د واکمن ګوند تحریک انصاف دائتلافي ګوند بلوچستان نیشنل پارټۍ مشر سردار اخترمینګل دیادو میرمنو ستونزه پارلیمان کې هم راپورته کړې وه اؤ ګواښ یې کړی ؤ چې که چرې دوئ پرې نه ښودل شوې نو دهغه ګوند به دحکومت دملاتړ نه لاس واخلي.

دبلوچستان په تاریخ کې دا وړومبی ځل ؤ چې ښځي پکې دترهګرۍ په تور نیول شوې اؤ له نیول کیدو وروسته یې رسنیو ته انځور هم ورکړل شوی ؤ چې دې عمل دځائ خلکو غصه راپارولې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG