لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي:افغانستان کې دسولې روانو هڅو ته باید هیڅوک خپلو ګټو دپاره زیان ونه رسوي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي افغانستان کې دامن اؤ ثبات دټېنګښت دپاره پیل شوې تازه هڅې یو زړه پورې پرمختګ بللی اؤ ویلي یې دي اسلام اباد غواړي افغانستان کې امن دخپل منځي خبرو دلارې ټینګ شي.

دترکي استنبول ښار کې جوړ شوي د ایشیاء زړه په نوم د وزیرانو اتمې غونډې ته خپله وینا کې شاه محمود قریشي ویلي دسیمې داقتصادي پرمختیا دپاره اړینه ده چې افغانستان کې امن وي اؤ افغانستان سره دتاریخي اړیکو لرلو دعوه اؤ دیو باثباته افغانستان هیله دپاکستان نه زیات هیڅوک نه شي لرلی.

پاکستان وخت په وخت وایي افغانستان کې امن ته تر ټولو زیات لیواله دی خو افغان چارواکي بیا دافغانستان په هکله دپاکستان په تګلاره سختې نیوکې هم کوي اؤ وایي پټ‌ پناه یې طالبان پخپل لاس کې نیولي اؤ کابل کې پرې ورانکاري کوي.

افغان چارواکي په اسلام اباد دا تورونه هم لګوي چې پخپله خاوره کې ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي چې افغانستان کې له ترهګرۍ وروسته دا ترهګر بیا پاکستان کې پټيږي خو پاکستان دکابل له لوري لګیدونکي دا تورونه ردوي اؤ وایي دا تورونه له حقیقته لرې دي اؤ پاکستان افغانستان کې دامن پلوي دی.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې دبهرنیو چارو وزیر ویلي پاکستان د تیرو څلورو لسیزو راهسې دلکونو افغان کډوالو کوربه توب کوي اؤ ددې ترڅنګ یې دافغانستان دننه دبیاجوړونې اؤ پرمختیايي کارونو کې هم خپل مهم کردار دوامداره ساتلی.

هغه پخپله وینا کې د هغه یو ارب ډالرو یادونه هم وکړه چې پاکستان یې افغانستان کې دپرمختیايي کارونو دپاره مصرفوي اؤ‌ وئ ویل اسلام باد غواړي کابل پرمخ لاړشي،دغلته سوله اؤ امنیت ټینګ شي اؤ افغانان باید دخپل منځي خبرو دلارې غوره پائیلې ترلاسه کړي.

هغه وویل د سولې تازه هڅو ته ښې هېلې لري خو هیڅوک باید دخپلو ګټو دپاره دامن روانو هڅو ته زیان ونه رسوي.

هغه په نړیواله ټولنه هم ټینګار وکړو چې په سیمه ییز اؤ نړیواله کچه داجماع پیدا کولو دلارې باید افغانستان کې د امن روانې هڅې بریالۍ کړي.

دپاکستان د بهرنیو چارو دفتر پخپل یو بیان کې ویلي چې ددې کانفرنس په څنډه کې ښاغلي شاه محمود قریشي دسویلي ایشیاء دپاره دامریکا مرستیالې وزیرې ایلس ویلز سره هم لیدلي اؤ ورسره یې افغانستان کې د سولې په روانو هڅو خبرې اترې کړي دي.

امریکا روانه اوونۍ په قطر کې طالبانو سره یو ځل بیا د سولې خبرې روانې کړي دي اؤ تیره اوونۍ کابل ته دخپل سفر په مهال دامریکا صدر ډانلډ‌ ټرمپ دعوه کړې وه چې طالبان اوس سولې اؤ‌ اوربند دواړو ته تیار شوي دي.

طالبانو لا په واضحه توګه د اوربند په هکله څه نه دي ویلي خو دافغانستان ولسمشر اشرف غني‌ هم واضحه کړې ده چې دسولې دخبرو دپاره به دا ځل اوربند وړومبی شرط وي.

څېړونکي وایي ترڅو چې دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې یو غوڅ تړون نه وي لاسلیک شوی طالبان به په ټول افغانستان کې اوربند ته زړه ښه نه کړ

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG