لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکایي سنېټر لنډسې ګراهم: د افغان سولې په لپاره دې د طالبانو پر ځای له پاکستان سره خبرې وشي


اسلام اباد ــــ د امريکا د خارجه چارو د کميټې غړي او وتلي امریکایي سنېټر لنډسې ګراهم د افغانستان د جګړې په تناظر کې ويلي چې د ډانلډ ټرمپ انتظامیه دې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغان طالبانو پر ځای له پاکستان سره خبرې وکړي.

د لنډسې ګراهم په وينا که پاکستان افغان طالبانو ته په خپله خاوره پټ ځايونه ورکول ودروي نو د افغانستان روانه جګړه په يو څو اوونیو کې ختمېدای شي. ښاغلي ګراهم د امریکا له فوکس نیوز سره په خبرو کې ویلي:

"که غواړئ په افغانستان کې جګړه ختمه شي نو ګاونډی پاکستان دی، که پاکستان پر طالبانو فشار واچوي چې هلته خپل پناه ځایونه ونه لري نو طالبانو ته به ډېره ګرانه وي چې په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي".

ښاغلي ګراهم دا خبرې په داسې وخت کې کړي چې د دريو مياشتو تر ځنډ وروسته د امريکا او افغان طالبانو تر منځ د سولې خبرې يو ځل بيا په قطر کې پيل شوي او خوشبيني څرګنديږي چې دا ځل به دا خبرې بريالۍ شي.

که څه پاکستان لا تر دې دمه د امريکایي سينټر پر دې تازه بيان کوم غبرګون نه دی ښودلی خو اسلام اباد وایي پاکستان د افغان جنګ د سوله یيز هواري دپاره د امريکا مرسته ملاتړ کوي او دا تورونه ردوي چې ګويا افغان طالبان د پاکستان په مځکه پټې ځالې لري.

لنډسې ګراهم د واکمن ریپبلکن ګوند مخوريز سنېټر دی او د خارجه چارو د کمېټې غړيتوب هم لري.

څېړنکار او د پيښور پوهنتون د کنفلکټ سټيډيز د څانګې پروفيسر جميل چترالي وایي د سنېټر ګراهم بيان نيم ريښتيا دی. له وي او ې ډيوه ريډيو سره په خبرو کې هغه وایي، په دې سيمه کې د پراکسي وار څخه څوک هم انکار نه کوي.

ښاغلی چترالي وایي که يوې خواته په افغانستان کې د پاکستان مخالف تحريک طالبان پاکستان سره ځنې خلک خواخوږي لري نو همدغه شان په پاکستان کې هم ځنې خلک او سياسي ډلې د افغان طالبانو سره همدردي ښایي:

"که په دې سیمه کې امن راوستل مقصد وي نو په دې سیمه کې د ټولو استخباراتي ادارو د مشرانو یوه غونډه پکار ده، پر ځای د دې چې یو پر پاکستان، بل پر امریکا او بل پر هند تور لګوي، ښه به دا وي چې دوی د ټولې نړۍ لپاره یوه پالیسي جوړه کړي او ریاستونه پر هغه اتفاق وکړي".

ښاغلی لنډسی ګراهم وایي چې هغه د افغانستان په هکله د پاکستان په چلند کې بدلون راوستل غواړي او هڅه کوي چې د پاکستان سره د امنیتي کارکردګۍ په شرط ازاده تجارتي لوظنامه وکړي او بيا له هغې وروسته دې د افغان طالبانو سره خبرې وشي.

د پاکستان د جارجه چارو وزير شاه محمود قرېشي په افغانستان کې د امن او ارامۍ دپاره پيل شوې تازه هڅې يو په زړه پورې پرمختګ بللی او ويلي یې دي اسلام اباد غواړي په افغانستان کې امن د خپلمنځي خبرو د لارې ټينګ شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG