واشنګټن ــــ د پښتونخوا د لکي مروت سیمې اوسېدونکی د پښتو ژبې مشهور ولسي شاعر افګار بخاري نن ماښام ناپېژاندو کسانو پخپل کور کې وژلی دی. د افګار بخاري اصل نوم سید ظهور عباس شاه وو.
د لکي مروت د پولیسو تاڼې مشر سید ایاز وي او اې ډیوه ته وویل، افګار بخاري د چارشنبې- شورو په ماښام ناوخته په خپله حجره کې وژل شوی دی چې وایي د وژنې سبب یې فرقه ییز ښکاري.
افګار بخاري له مسلکي پلوه شیعه وو او تر دې وړاندې هم ورباندې بریدونه شوي چې هغه ورڅخه بچ پاتې شوی دی.
کورنۍ یې د هغه د وژنې د سبب په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي او نه یې چا د وژنې ذمه واري په اړه اخیستې ده.
د لکي مروت ځایي خلک وایي افګار بخاري په دې وروستیو کې د دم او تعویزونو کار هم کاوه.
افګار بخاري لومړی ځل اووه څلوېښت کاله مخکې په 1972م کال کې په اتم ټولګي کې لومړی په اردو کې شاعري پیل کړه او بیا یې څه موده وروسته د طاهري کلاچوي د شعري مجموعې (د مینې غېږ) تر لوستلو وروسته په پښتو کې شاعري پیل کړه.
د افګار بخاري د شاعري رنګ ولسي دی چې د مینې، حالاتو، ظلم و جبر او تصوف رنګونه یې هم په شاعرۍ کې څرګند دي.
د ښاغلي افګار زیات شاعرانو د پښتو بېلابېلو مشهورو سندرغاړو خیال محمد، سردار علي ټکر، دمساز مروت او نورو ویلي دي، خو دا نه ده څرګنده چې د شعرونو ټولګه یې چاپ ده که نه.
افګار بخاري پخپله یوه مرکه کې ویلي دومره شاعري یې کړې چې که را غونډه یې کړي د ټپو، نعتونو، چابیتو، مثنوي، بدلو او غزلو به یې بېل بېل کتابونه چاپ کړي، خو وایي د کتاب چاپولو پر ځای یې توجه د موسیقۍ خواته وو او غوښتل یې چې د سندرغاړو په ږغ کې یې شاعري تر ولسه ورسېږي.
د افګار بخاري یوه غزل:
مین داسې ستا د وره سیوري ته ناست وي
لکه شپون غلی د غره سیوري ته ناست وي
د چا خوږ عمر تودو لمرونو وخوړ
څوک تمام عمر ساړه سیوري ته ناست وي
بختور دي ستا د ښار د کوڅو خلک
ستا د کور د دېواله سیوري ته ناست وي
دا کاروان زما د ستړو ارمانونو
د خورو زلفو درانه سیوري ته ناست وي
دا چې کاڼي ټکوي په سره غرمه کې
دا به وږی وي، ماړه سیوري ته ناست وي
ستر شجر د مینې وکره افګاره
چې سبا دې بیا واړه سیوري ته ناست وي