لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اصغر افغان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان، خو ګلبدين نايب ورسره لوبه نه کوي


د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې دپاره اصغر افغان بيا کپتان ټاکلی خو د ملي لوبډلې پخواني کپتان ګلبدين نایب وايي هغه به د اصغر افغان په مشرۍ په ملي لوبډله کې ونه لوبیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشر فرهان يوسفزي پرون د شورو، چارشنبې په ورځ د کرکټ د ملي لوبډلې د کپتان اعلان وکړو چې اصغر افغان به د ملي لوبډلې کپتان وي او راشد خان به ورسره مرستیال کپتان وي.

هغه وويل،"چې اصغر کولی چې زمونږ ټيم چې په هره برخه کې ښه کپتاني وکړي او د هلکانو سره کار وکړي د نزدې نه".

خو له دغې اعلان وروسته ګلبدين نايب په خپله فېس بک پاڼه نېغ په نېغه خبرو کې وويل هغه به د اصغر افغان په مشرۍ په لوبډله کې نه لوبیږي.

نوموړي وويل د کرکټ پرېکړې ته احترام لري خو يو شمېر تورونه يې ولګول چې اصغر افغان په نړیوال جام کې بدبختۍ رامنځته کړې وې او نن دغه کس چې بايد محاکمه شي هغه کپتان کيږي.

هغه وويل "په دغه پرېکړه د کرکټ نه استعفی ورکوي او څو پورې چې اصغر کپتان وي زه به په ټيم کې لوبه نه کوي"، ځکه چې هغه د افغانستان په نوم "ملنډې وهلې".

نوموړي تور ولګوؤ چې " اصغر افغان په افغانستان او د افغانستان په بېرغ پورې ملنډې کړي".

ګلبدين نايب د کرکټ په پخواني مشر عاطف مشعل چې دا وخت په اسلام اباد کې د افغانستان سفير دی په هغه هم تورونه ولګول چې هغه د کله نه کرکټ بورډ ته راغلی د افغانستان کرکټ ښه ورځ نه ده ليدلې.

ګلبدين وويل په کورني کرکټ (ډومېسټک) کې به لوبيږي.

د ګلبدين نایب تورونو ته د افغانستان کرکټ بورډ، اصغر افغان او عاطف مشعل کوم ځواب نه دی ويلی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG