لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له احتجاجونو سره سره هندي صدر په شهریت کې د بدلون مسوده لاسلیک کړه


واشنګټن ــــ په هند کې پر شدیدو احتجاجونو برسېره د دواړو پارلمانونو له خوا په شهریت کې د بدلون پر منظوره شوې مسوده باندې د دې هېواد ولسمشر رام نات کووند لاسلیک کړی چې دې سره دا مسوده د قانون برخه شوه.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې په آسام صوبه کې پرون هم زرګونو خلکو له تاوتریخوالي ډک احتجاجونه کړي چې وایي پر سرکاري ودانیو یې بریدونه هم کړي دي.

قهرجنو مظاهره چیانو د اورګاډو د یوه سټېشن د سوځولو هڅه کړې، خو پولیسو یې د مخنیوي لپاره ورباندې ډزې کړې چې دوه تنه یې وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

د دې مسودې تر ټولو زیات مخالفت په آسام صوبه کې شوی او احتجاج کوونکي وایي له دې سره به د بهرنیو خلکو بهیر د دوی پر لور ور مات شي. د دې قانون په بنیاد هغو مهاجرینو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې مسلمانان نه دي.

د انډیا ټوډې ورځپاڼې د خبر له مخې ددې قانون په بنیاد به د پاکستان، بنګله دېش او افغانستان هغو هندوانو، سکانو، بودایانو، عیسایانو، پارسیانو او د جین مذهب پالونکو ته شهریت ورکول کېږي چې تر 2014م کال مخکې هند ته ورغلي یا یې شپږ کاله هلته تېر کړي دي.

د دسمبر پر 9مه د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه په شهریت کې د بدلون جنجالي مسوده قومي اسمبلۍ ته وړاندې کړه چې دوولس ګنټې ورباندې تود بحث وشو او په دې مهال د اپوزیشن او حکومتي ګوندونو د غړو تر منځ ترخې جملې هم تبادله شوې.

په قومي اسمبلۍ کې تر بحث وروسته د دې مسودې په حق کې 311 رایې ورکړل شوې او 80 تنو یې مخالفت وکړ او په سېنټ کې د 105 رایو په مقابل کې د 125 رایو په اکثریت سره منظوره شوه.

په هند کې تر 20 کروړه زیات مسلمانان اوسېږي او د دې هېواد شمال ختیځو سیمو ته له بنګله دېشه زیات شمېر مسلمانان ورغلي او په آسام صوبه کې اباد شوي دي. په شهریت کې د بدلون په مسوده کې د مسلمانانو د ذکر د نشتوالي له کبله پر حکومت کلکې نیوکې کېږي.

د هند د یوې رسنۍ "ویان" په وینا له بنګله دېشه د ورغلیو مسلمانانو په هند کې لسګونه کلونه شوي خو هغوی ته تر اوسه د هند شهریت نه دی ورکړل شوی او هغوی د نېشنل رجسټرېشن (این آر سي) په بنیاد غیرقانوني مهاجرین ګڼل کېږي.

د هند توندروه واکمن مذهبي ګوند بهارتي جنتا پارټي (بي جې پي) په 2016م کال کې لا دغه مسوده لاندیني پارلمان ته وړاندې کړې وه، خو هغه مهال د دې هېواد په سېنټ کې نه وه منظوره شوې.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG