لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اپوزیشن ګوندونو په ترهګرۍ ضد قانون کې د مالي جرمونو د شاملولو مخالفت کړی


اسلام اباد ــــ د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې حکومت اپوزیشن ګوندونو د مرکزي حکومت له خوا په ترهګرۍ ضد قانون کې د بدلون له لارې د يو شمېر مالي جرمونو د شاملولو د ګام مخالفت کړی او ويلي یې دي چې دا نوی قانون د سياسي ځورونې دپاره کارول کېدای شي.

مطبوعات وایي د کورنیو چارو دپاره د قامي اسمبلۍ قايمه کميټۍ ته د کورنیو چارو د وزارت يو چارواکي ويلي چې د 1997م کال په ترهګرۍ ضد قانون کې د ايف اې ټي ايف د شرطونو په رڼا کې دا بدلون ضروري شوی دی.

ويل کېږي چې په ترهګرۍ ضد قانون کې د ياد بدلون سپارښتنه د ترهګرۍ د مالي مرستو او مني لانډرنګ د مخنیوي دپاره د نړيوالې ادارې ايف اي ټي ايف د ځینو شرطونو د اسانولو دپاره شوی دی چې داسې د ترهګرۍ د مالي مرستو په تور د مشکوکو کسانو مقدمه د ترهګرۍ ضد عدالت ته یووړل شي.

په مجوزه ترميم کې ويل شوي چې په ترهګرۍ ضد قانون کې د ايجنټ، معاشي ترهګرۍ او په مالي جرمونو کې د ککړو تنانو د پلټنو دپاره د ګرفتارۍ په هکله دفعې نشته او په دې اړه کميټۍ ته ويل شوي چې د مجوزه ترميم له کبله به د حوالې او هنډې په ګدون د غير قانوني لارو په ذريعه د پيسو د منتقلۍ په کېسونو کې د ترهګرۍ ضد قانون باندې عمل کولو کې اضافه وشي.

په قامي اسمبلې کې حکومت مخالف مسلم ليګ ن او د پيلپز ګوند غړو په دې اړه په ترهګرۍ ضد قانون کې د ترميم مخالفت کړی او اندېښمن دي چې دا قانون د سياسي انتقام دپاره کارول کېدای شي.

له ډيوه ريډيو سره په خبرو کې د پيپلز ګوند سره تعلق لرونکي او د کميټۍ غړي عبدالقادر پټېل ویلي، حکومت مني لانډرنګ هم د ترهګرۍ ضد قانون په زمره کې راوستل غواړي او که چرې داسې په ټولو قوانينو باندې د ترهګرۍ ضد قانون نفاذ وشي نو عام قوانين به خپل ارزښت وبايلي.

نوموړی مني چې مني لانډرنګ ښه عمل نه دی خو وایي په دې اړه د مخکې نه قانون موجود دی او سزاګانې یې هم شته.


ښاغلی پټېل وایي دا مجوزه ترميم لا نور وضاحت غواړي او بايد چې په عام مني لانډرنګ او د ترهګرۍ په مالي مرستو کې توپیر وشي ولې چې په پاکستان کې اکثر وخت قوانين د انتقامي کارونو دپاره کارول کيږي او په دې اړه لا په کميټۍ کې بحث روان دی.

مطبوعات وایي د قانون په وزارت کې د جوړ فاينانشل ايکشن ټاسک فورس د سيل چارواکو ددغه مجوزه ترميم په سپيناوي کې ويلي چې د معاشي ترهګرۍ مطلب د پاکستان څخه بهر هېوادونو ته په غيرقانوني لارو د رقمونو او يا فنډونو منتقل کول دی چې پکې هنډي او حواله هم شامل ده.

ښکاره دې وي چې د پاکستان مرکزي حکومت د ترهګرۍ د مالي سرچينو د وچولو او د مني لانډرنګ د مخنیوي دپاره د ايف اې ټي ايف د سپارښتنو په رڼا کې په ترهګرۍ ضد قانون کې د بدلون دا هڅه په داسې وخت کې کوي چې ايف اې ټي ايف د پاکستان نوم په خړ فهرست کې اچولی دی او سږ کال په نومبر کې د ايف اې ټي ايف مشر پاکستان ته خبرداری ورکړی که هغه د 2020م کال تر جنورۍ پورې په کارېز پلان په توندۍ سره عملي نه کړل شو نو په تور فهرست کې به واچول شي.

ښکاره دې وي چې ايف اې ټي ايف پاکستان ته په ورکړي کاريز پلان کې ويلي دي چې د مني لانډرنګ او د ترهګرۍ د مالي مرستو په نظام کې دې موجودې نیمګړتياوې ختمې کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG