لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمی خلیلزاد وایي تاؤ تریخوالي راکمولو کې یې دپاکستان کومک ستائیلی دی


افغان سولې دپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي اسلام اباد کې یې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اؤ دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدنو کې دپاکستان دهاغه مرستې ستائنه کړې چې افغانستان کې یې دتاؤ تریخوالي راکمولو اؤ اوربند په اړوند کړې ده.

پخپله ټوئټر پاڼه زلمي خلیلزاد لیکلي دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه اؤ دبهرنیو چارو وزیر ته یې دسولې د روانو خبرو په اړوند معلومات ورکړي اؤ دهغوئ دهمکارۍ مننه یې کړې ده ترڅو بین الافغاني خبرو اترو ته لاره هواره شي.

په قطر کې دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دسولې روانو خبرو کې له ځنډ وروسته تیره ورځ افغان سولې دپاره امریکایي استازی زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته رسېدلی ؤ اؤ دغلته یې دپاکستان پوځي اؤ دولتي چارواکو سره لیدنو کې په افغان سوله خبرې کړې وې.

دافغانستان په چارو نظر ژور نظر لرونکی پښتون خبریال ناصر داوړ وایي اسلام اباد ته د زلمي خلیلزاد تازه سفر زیات ارزښت لري ځکه چې په قطر کې دمذاکراتو لړۍ سر دوباره په ډیر کړاؤ پیل شوې وه اؤ په بګرام پوځي اډه دطالبانو د اوسني برید سره دا خبرې بیا دګواښ سره مخ شوي دي.

امریکا غږ ډیوه سره خبرو کې هغه وویل امریکا دطالبانو نه ددې باور ترلاسه کولو په هڅه کې ده چې دمذاکراتو په مهال باید که په بشپړ ډول اوربند نه وي نو چې دتاؤ تریخوالي کچه خو تر ډيره حده راټيټه وساتي.

ښاغلی داوړ وایي چې تاؤ تریخوالي راټيټولو یا اوربند ته دطالبانو چمتو کولو دپاره امریکا زیات انحصار دپاکستان په رول کوي اؤ پاکستان هم غواړي چې په دغه لړ کې دیو ښه منځګړي رول ترسره کړي.

خو هغه وایي چې افغان کشاله کې اوس یوازې دپاکستان په رول حساب نه کیږي بلکې ددې جګړې په شا ډير قوتونه دي اؤ په افغان سوله کې به دپاکستان په څېر د روسیې،چین اؤ ایران رول ته هم کتل وي.

زلمي خلیلزاد اسلام اباد ته خپل دا تازه سفر په داسې حال کې کړی چې درې ورځې وړاندې دافغانستان دپروان ولایت په بګرام پوځي هوایي اډه د طالبانو یو برید کې تر۸۰ زیات کسان ژوبل شوي اؤ یوه میرمنه پکې وژل شوې ده.

له دې برید وروسته د تیرې اوونۍ راهسې قطر کې دامریکې اؤ طالبانو روانې خبرې یو ځل بیا ځنډیدلي اؤ زلمي خلیلزاد په ټوئټر لیکلي چې طالبانو ته به ثابتول وي چې هغوئ د ولس دسولې هیلو ته څنګه ځواب ویلی شي؟

په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم په ټوئټر دعوه کړې چې دقطر خبرې دهغوئ په غوښتنه د دمې په خاطر ودرول شوي ترڅو دواړه خواوې د نورې مشورې دپاره فرصت ترلاسه کړي.

تر دې درې میاشتې وړاندې هم دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ طالبانو سره دسولې خبرې وروسته له هغې ودرولې وې چې کابل کې دطالبانو یوه موټري بمي چاودنه کې یو امریکایي سرتیری ووژل شو.

خو تیره اوونۍ کابل ته دخپل سفر په مهال امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ خبریالانو ته ویلي وؤ چې اوس طالبان سولې اؤ اوربند دواړو ته چمتو شوي دي.

په قطر کې د سولې دنوؤ خبرو پیل کیدلو سره سم د بریدونو اؤ جنګونو لړۍ کې هم چټکتیا لیدل شوې اؤ څېړونکي وایي داسې ښکاري چې طالبان لا په سمدستي توګه په ټول افغانستان کې اوربند ته چمتو نه دي

ځانګړې ویډیوګانې

څېړونکي: د پي ټي اېم یوه غوښتنه هم داسې نه ده چې پوره نه کړی شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:45 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG