لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپېښور اؤ تورخم ترمنځ سوداګرېزې لارې جوړولو دپاره پاکستان اؤ نړیوال بانک دپور تړون لاسلیک کړو


دپاکستان حکومت نړیوال بانک سره د پېښور نه تورخم پورې د۴۸کلومیټره اوږدې سوداګریزې لارې جوړولو دپاره د۴۰ؤ کروړو اؤ۷۰لکو ډالرو د پور په یو تړون لاسلیک کړی دی.

ډان ورځپاڼې دخالي په ورځ خپل یو راپور کې ویلي چې دپاکستان دپرمختیايي چارو کاري ډلې(سي ډي ډبلیو پي) ددې پروژې له دې امله سخت مخالفت کړی ؤ چې دپلان جوړونې کمیشن یې دلګښتونو په اړوند پوښتنې راپورته کړې وې.

خو د وزیراعظم عمران خان داقتصادي چارو د صلاح کار په مشرۍ دهیواد دملي اقتصادي کونسل سرپرستې شورا ددې پروژې منظورې ورکړې وه.

رپورټ کې راغلي چې د څلور لیکو دسړک جوړونې په دې پروژه دپاکستان د معاشي چارو سکتر ډاکټر سید پرویز عباس اؤ د نړیوال بانک سیمه ییز مشر پټچوتهو النګوان لاسلیکونه کړي دي.

ددې سړک دجوړونې په اړوند یوه دولتي اعلامیه کې ویل‌ شوي چې پروژه کې به دشخصي پنګونې دلارې داقتصادي ساحو اؤ اؤ سړکونو په جوړولو هم غور کولی شي.

اعلامیه وایي د پروژې سره اړوند دټرانسپورټ څانګه اؤ اقتصادي ساحو جوړیدو سره به سیمه کې شخصي روزګار وده ومومي.

دخیبر پاس اقتصادي لارې په نوم جوړیدونکی دا سړک سویلي اؤ منځئ ایشیا پخپلو کې پیوست کوي اؤ دا لاره د کلونو راهسې دسوداګریزو توکو په لیږد، رالیږد کې مهم کردار لري.

په اعلامیه کې راغلي چې “د خیبر پاس دلارې دپېښور اؤ کابل ترمنځ لویه لار یا ایکسپریس وی د مرکزي ایشیا دسیمه ییز مالیاتي کارپوریشن د دکوریډور ۵م اؤ ۶م استازیتوب کوي”

دغه لړ کې ویل شوي چې پینځم کوریډور یا اقتصادي لاره دپاکستان څخه تیریږي اؤ افغانستان،تاجکستان،ازبکستان اؤ دعربو سمندر ته داسان لاس رسي موقعه ورکوي.

همدغه شان شپږم کوریډور یا اقتصادي لاره منځني ختیز اؤ روس ته رسیږي اؤ د خیبر پاس اقتصادي لاره به د پنځم کوریډور برخې پېښور اؤ تورخم ایکسپریس وی ته مالي ګټې رسوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG