لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلاول بوټو:ترڅو چې ترهګر اؤ دهغوئ همکاران له مینځه نه وي وړل شوي،دای پي‌ ایس پېښه به زمونږ په تاریخ داغ وي


دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرادري وایي ترڅو چې ترهګر اؤ دهغوئ همکاران له مینځه وړل شوي نه وي تر هغې به د ارمي پبلک سکول پېښه زمونږ په تاریخ د یو داغ په څېر پرته وي.

په ای پي ایس دبرید دپنځم کال پوره کیدو په اړوند خپل یو بیان کې بلاول بوټو زرداري ویلي” د یو ملت په توګه مونږ مسولیت لرو چې اوس ووایو بیا به داسې نه کیږي اؤ په ځانګړي توګه دهغه چا په ضد وجنګیږو چې ترهګرۍ یې رازغونه کړې ده”

کال ۲۰۱۴م کې په ۱۶م دسمبر پېښور کې دپوځ دانتظام لاندې فعال سکول ای پي ایس باندې وسله والو یو خونړی برید کړی ؤ چې پکې تر۱۵۰ؤ زیات د سکول زده کوونکي ماشومان، استاذان اؤ مامورین وژل شوي وؤ.

ددې پېښې د پلټنو دپاره دپاکستان سترې محکمې یو کمیشن جوړ کړی اؤ پېښه کې د وژل شوي یو ماشوم پلار اجعون خان ډیوه ته ویلي چې تر ۱۰۰ؤ‌زیاتو کسانو دغه کمیشن کې خپل بیانونه ریکارډ کړي خو تر اوسه ددې پېښې پلټنې مخې ته نه دي راوړل شوي.

دپیپلز ګوند مشر ویلي دای پي ایس په برید کې د دناوړه مقصدونو ترلاسه کولو په موخه تندلاریتوب اؤ ترهګري دیوې الې په توګه کارول شوې

هغه زیاته کړې چې دترهګرو اؤ د هغوئ دامرانو سرپرستانو په ضد دمبارزې په مهال قام ډير دروند قیمت پرېکړی دی اؤ اوس به ټولو ته په ګډه د ترهګرۍ په ضد ودریدل وي.

په ارمي پبلک سکول د برید ذمه واري پغاړه اخستونکي د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند او د جماعت الاحرار ډلې پخوانی مشر احسان الله احسان د ۲۰۱۷م کال په اپرېل کې د پاکستان استخباراتو ته ځان وسپاره، خو تر اوسه هغه کوم عدالت ته نه دی وړاندې شوی او نه هم د ترهګرۍ په لسګونو پېښو کې د لاس لرلو په تور سزا شوی دی.

احسان الله احسان د ترهګرۍ په ټولو پېښو کې پر لاس لرلو له خلکو بخښنه غوښتې وه، خو حکومت او پوځ تر اوسه د هغه بخښنه نه ده منلې او هغه له شاوخوا دوؤ کالو راهیسې د پاکستان د استخباراتي ادارې په ولکه کې دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG