لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپلار بچ کول مهم څوک چلوي؟ عمران خان نه دبلاول پوښتنه


په پاکستان کې پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف ته دمحکمې لخوا دمرګ له سزا اورول کیدو وروسته په ټولنیزو رسنیو ددغه‌ پرېکړې په اړوند تاوده بحثونه روان دي اؤ‌ په دې بحثونو کې دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د وزیراعظم عمران خان نه پوښتنه کړې ده چې “دخپل پلار دبچ کولو مهم څوک چلوي؟”

په دې وروستیو کې چې پیپلز ګوند دحکومت په ضد احتجاجونه پیل کړل نو وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه دحکومت یو شمیر وزیرانو ددې ګوند په مشر بلاول بوټو تور لګولی ؤ چې احتجاجونه یې دهیواد دپاره نه بلکې دغبن په تور د نیول شوي خپل پلار بچ کولو دپاره دي.

خو دا چې تیره اوونۍ دپاکستان سترې محکمې دعمران خان لخوا دپوځ دسرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه ته دملازمت موده کې ورکړل شوې د درېوؤ کلونو پراختیا ونه منله اؤ دغه پراختیا یې په مشروط ډول شپږو میاشتو ته راکوزه کړه نو حکومتي مشرانو په دې پرېکړه ناخوښي ښکاره کړه.

دنهې په ورځ ځانګړې محکمې دپوځ پخواني سرلښکر جنرال ریټائرډ پرویز مشرف ته ائین سره دغدارۍ قضیه کې دمرګ سزا اورولې اؤ دپوځ ترڅنګ حکومتي مشرانو هم دمحکمې په دې پرېکړه ناخوښي ښکاره کړې ده.

په سوشل میډیا ګڼو سیاسي اؤ مدني فعالینو مشرف ته د مرګ د سزا اورولو دپرېکړې ستائنه کړې خو زیات خلک بیا داسې هم شته چې په دې فیصله بیا نیوکې کوي اؤ دپوځ سره خپل یووالی ښایي.

دپيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري چې دمحکمې له دغې پرېکړې سمدستي وروسته یې خپل یو ټوئت کې دنهې په ورځ لیکلي وؤ جمهوریت بهترین انتقام دی، دچهارشنبې په ورځ یې یو تازه ټوئټ کې د وزیراعظم عمران خان نه پوښتنه کړې چې” دخپل پلار د ژغورلو یا بچ کولو مهم څوک پرمخ وړي؟”

دبلاول بوټو په دې ذومعني جمله په ټوئټر دعمران خان پلویانو په ښاغلي بلاول سختې نیوکې کړي اؤ هغه ته یې لیکلي چې دخپل پلار د ژغورنې مهم ته پرمخ وړې خو بیا ګڼو کسانو لیکلي چې وزیراعظم عمران خان اوس دې کمپائن ته لاس اچولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنۍ وایي دپرویزمشرف په هکله په عدالتي پرېکړه دغور اؤ مشورو کولو دپاره نن د چهارشنبې په ماښام عمران خان دخپل ګوند دمهمو مشرانو غونډه رابللې ده اؤ دې غونډه کې به دمحکمې دپرېکړې په اغیزو اؤ بیلابیلو اړخونو غور کولی شي.

دپاکستان پوځ د وړاندې نه په عدالتي فیصله خپله غصه اؤ خفګان ښودلی اؤ ویلي یې دي چې دپرویز مشرف په اړوند پرېکړه کې محکمې دانصاف تقاضې نه دي پوره کړي.

دپاکستان د ریلوی مرکزي وزیر شیخ رشید هم دچهارشنبې په ورځ ویلي چې پوځ زیات په قار دی اؤ هیواد کې ورته راتلونکي حالات ښه نه ښکاري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG