لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملایشیا: عمران خان په اسلامي سرمشریزه کې ګډون نه شي کولای شاید څه ستونځې ولري


واشنګټن ــــ په ملایشیا کې نن د دسمبر له 18مې تر 21مې پورې د اسلامي هېوادونو سرمشریزه پیل شوه خو سعودي عرب، متحده عرب امارات او پاکستان په دغه غونډه کې له ګډونه انکار کړی دی.

په پایتخت کوالالمپور کې جوړه شوې دې څلور ورځنۍ غونډه کې د مسلمانو هېوادونو مشران، پوهان او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو پوهان ګډون کوي چې مقصد یې د مسلمانو هېوادونو پر ستونځو او د دغو هېوادونو تر منځ د همږغۍ پر موضوع بحث او د حل لار لټول دي.

ټاکل شوې وه چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم په دې غونډه کې ګډون وکړي، خو پرون د ملایشیا وزیراعظم مهاتیر محمد اعلان وکړ چې هغه ګډون ته نه ورځي. ښاغلي مهاتیر محمد ویلي، د عمران خان نه ګډون "د هغه خپل سببونه" دي:

"دا د هغه خوښه ده، موږ ورباندې زور نه شو کولای، په اسلام کې جبر نه شته، هغه ګډون نه شي کولای شاید هغه څه نورې ستونځې ولري".

سعودي عرب هم نه یواځې په دې سرمشریزه کې له ګډونه انکار کړی بلکې مخالفت یې ورسره څرګند کړی ځکه چې وایي د اسلامي هېوادونو پر ستونځو او مسایلو غونډه باید د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان (او ای سي) را وغواړي.

ټاکل شوې وه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي په دې غونډه کې ګډون وکړي، خو هغه هم د چارشنبې- شورو په ورځ په اسلام اباد کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان په استازیتوب په دې غونډه کې څوک ګډون نه کوي.

شاه محمود قرېشي ویلي، سعودي او عرب امارات د کوالالمپور د سرمشریزې په اړه ځینې اندېښنې لري چې هسې نه دا غونډه د "امت د وېشلو" سبب شي او د سعودي په مشرۍ د اسلامي همکارۍ سازمان په وړاندې د یوه بېل اسلامي سازمان جوړولو ته لاره جوړه کړي.

سیاسي څېړونکي وایي، سعودي ته د دسمبر پر 14مه د وزیراعظم عمران خان له سفره داسې ښکاري چې پاکستان د سعودي تر فشار لاندې د کوالالمپور په غونډه کې له ګډونه انکار وکړ او بله وجه یې په غونډه کې د ایغور مسلمانانو پر حالت ممکنه بحث دی چې وایي عمران خان نه غواړي له خپل ګاونډي چین سره- چې په پاکستان کې یې د 46 اربه ډالرو اقتصادي منصوبه سېپیک پیل کړې- خپل اړیکي خراب کړي.

د ملایشیا وزیراعظم ښاغلی مهاتیر وایي، د ټولو 56 اسلامي هېوادونو مشرانو ته یې په سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړې، خو وایي یواځې د 20 هېوادونو له خوا جواب ورکړل شوی چې مشران یا استازي به یې پکې ګډون کوي.

د کوالالمپور د سرمشریزه څرګنده ایجنډه له رسنیو سره نه ده شریکه شوې خو اټکل کېږي چې په دې غونډه کې به د منځني ختیځ خصوصاً د شام او یمن پر مسایلو، د میانمار د روهنګیا مسلمانانو پر ناوړه حالت، د چین پر ایغور مسلمانانو د زیاتېدونکي ریاستي جبر او کشمیر په اړه بحثونه وشي.

د دې سرمشریزې په غړو هېوادونو کې ملایشیا، ترکي، قطر، موریتانیا او الجیریا شامل دي. 94 کلن ډاکټر مهاتیر محمد د دې غونډې مشري کوي، هغه وایي دا غونډه یې د دې لپاره جوړه کړې چې مسلمانانو ته پر ور پېښو ستونځو پکې خبرې وشي او د حل لاره یې ولټول شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG