لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

حمدالله: افغان امنیتي ځواکونه د ټولې سیمې د ثبات او امنیت لپاره جګړه کوي


حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي افغان امنیتي ځواکونه نه یواځې د افغان خاورې د امنیت او ثبات په هدف بلکې په سیمه کې د امن او ټکاو د ټینګښت لپاره هم جګړه پرمخ بیايي.

افغان سلاکار په ایران کې د سیمه ییز امنیت په موخه د نظرونو دتبادلې جوړې شوې ناستې ته په وینا کې چې د اوو هېوادونو استازو په کې برخه اخیستې وه وویل په افغانستان کې چې داعش ډله له کومه ماتې سره مامخ شوې د نړۍ په هیڅ یوه هېواد کې له داسې برخلیک سره یاده ډله نه ده مخامخ شوې.

حمدالله محب د داعش ډلې پرضد د افغان ځواکونو د لاسته راوړنو په اړه وايي د داعش جنګیالیو له تسلمیدو څخه جوته شوې چې پر وړاندې يې د افغان سرتیرو د پوځي مهارت وړتیا زیاته شوې او پرضد یې افغانستان له خپلې ټینګې ارادې څخه نه وروسته کیږي.

نوموړي په خبرو کې زیاته کړه سره له دې چې افغانستان په دې وروستیو کلونو کې زیات پرمختګ کړی خو تر ټولو زیات زیان چې ورته رسیدلی هغه د سیمه ییزو ګواښونو د ورپېښېدو له امله دی.

د ملي امنیت سلاکارحمد الله محب په وینا القاعده، داعش او طالبان هغه ترهګرۍ ډلې دي چې په مټ یې افغانستان کې ګڼو نورو ترهګرو او ورانکارو ډلو ته یې د فعالیت کولو اسانتیا برابره شوې ده.

محب له د ځینو ترهګرو ډلو له نومونو څخه هم دسیمیز ثبات ډیالوګ ناستې ته په وینا کې یادونه وکړه او وې ویل همدې ترهګرو ډلو د جنوبي اسیا عرب هیوادونو، چین ایران، د مرکزي اسیا او یو شمیر نورو ترهګرو ډلو ته یې د فعالیت شرایط برابره کړي دي.

په دې ناسته کې چې د سیمې پر امنیت او ټکاو بحث وشو د ملي امنیت افغان سلاکار په خپلو خبرو کې دسیاسي بې ثباتیو اصلي لامونه ترهګري، سخت دریځي، نشه يي توکي او شخصي ډلي وګڼلې.

د پلازمینې تهران په کوربتوب په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان په ګډون دتاجکستان ،ازبکستان، هند، روس، چین او د ایران هیوادونو استازو ګډون کړي و ترډیره زیات استازو ډیالوګ دافغانستان پر مسایلو څرخیده.

XS
SM
MD
LG