لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد: دسولې دبهیر یو مهم پړاؤ ته نزدې کیږو،کابل کې مې لیدنې ګټورې وې


دافغانستان دسولې لپاره دامریکادبهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد چې پرون کابل ته راغلی ،خپل وروستی سفر یې دسولې لپاره ګټور یاد کړی دی.

نوموړي ویلي دافغانستان دسولې پروسه کې یو اهم پړاو ته نزدې شوی او له ولسمشر اشرف غني او له پخواني ولسمشر حامدکرزي سره یې دسولې په تړاو مشورې کړي دي.

امریکایي استازي دخپل دغه سفر په جریان کې کابل کې دامریکا سفیر جان بس، یو شممیر ښځینه فعالینو اؤ نورو سیاسي مشرانو سره هم لیدني کړي اؤ ورسره یې په افغان سوله مشورې کړي دي.

په ټوئټر زلمي خلیل زاد لیکلي “مونږ دتاؤ تریخوالي د راټيټولو اؤ بین الافغاني مذاکراتو ته دلارې برابرولو په هڅو وغږیدو”

دافغانستان صدارتي ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي وؤ افغان ولسمشر اشرف غني او زلمی خلیلزاد افغانستان کې د اوربند په رامنځته کیدو او دتاو تریخوالي په کمیدو غږیدلي او ولسمشر په هغه تریخوالي چې دطالبانو لخوا دا مهال دوام لري خپله اندیښنه څرګنده کړې ده.

طالبانو ته نزدې سرچینو ویلي د طالبانو او امریکا ترمنځ دسولې موافقه بشپړه شوې او دعملي کیدولپاره یې دسیمې ضمانت کوونکو هیوادونو د نوملړ په برابرولو هڅې رواني دي.

دافغان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی افغانستان ته د سفر کولو وړاندې پاکستان او له هغې مخکې قطر ته تللی ؤ اؤ دغلته یې له طالبانو سره یې دسولې ودریدلې مذاکرات بیا پیل کړي وؤ.

دسولې سردوباره پیل شوي مذاکرات له شپږو ورځو د دوام وروسته تیره اوونۍ وځنډیدل او لامل یې په راپورونو کې دبګرام په پوځي اډه دطالبانو لخوا وروستی برید ګڼل شوی دی.

دافغانستان دسولې مذاکرات په لومړي ځل چې د تیرمیلادي کال د اکتوبرمیاشت کې د امریکا دځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو داستازو ترمنځ پیل شوې وؤ ترنهو پړاونو وروسته کابل کې دیو خونړي برید نه وروستو ختم شول چې پکې یو امریکایي سرتیری اؤ ۱۱نور کسان وژل شوي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG