لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند حکومت د شهریت د لانجمن قانون په ضد سلګونه احتجاج کوونکي نیولي


واشنګټن ــــ په هند کې د شهریت د لانجمنې مسودې د منظورۍ په ضد د احتجاجونو د مخنیوي لپاره حکومت لاس په کار شوی خو لا هم پراخې احتجاجي مظاهرې روانې دي او حکومت نن سلګونه احتجاج کوونکي نیولي دي.

په دې نوي قانون کې له ګاونډي هېوادونو هند ته ورغلیو غیرمسلمانو ته د شهریت حق ورکړل شوی دی. احتجاج کوونکي وایي دا د هند د سیکولر قانون خلاف قانون دی چې وایي دا به هند په یوه هندو ریاست بدل کړي.

نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ هم د پایتخت نوي ډیلي په ګډون د هند په بېلابېلو برخو کې د شهرت د نوي قانون مخالفینو د غټو احتجاجي لاریونونو او مظاهرو اعلان کړی دی.

دا مظاهرې لومړی له شمال ختیځ ایالت آسام څخه پیل شوې وې خو اوس د پایتخت ډیلي په ګډون کلکتې، ممبیي، حیدراباد او ګجرات په ګډون نورو سیمو ته هم غزېدلې دي.

د اې ایف پي خبري ایجنسۍ د خبر له مخې په دغو له تاوتریخوالي ډکو احتجاجونو کې 6 تنه وژل شوي او سلګونه نور پولیسو نیولي دي.

په احتجاج کوونکو کې د هند نومیالی مؤرخ رام چندرا ګوها هم شامل وو چې له نورو احتجاج کوونکو سره یو ځای د کرناټاکا ایالت په مرکزي ښار بنګلور کې نیول شوی دی.

د سوَرج انډیا ګوند مشر سیاستوال یوګنډرا یادیو هم د نوي ډیلي په مشهور ریډ فورټ [سره کلا] کې د احتجاج په مهال نیول شوی دی. چارواکي وایي په دې کلا کې یې شاوخوا 100 تنه نیولي دي.

د دغو کسانو د نیولو په مهال سرې کلا ته تللې لارې پولیسو تړلې وې او لارویو ته یې اجازه نه ورکوله چې شاوخوا عبادت ځایونو او بازارونو ته لاړ شي. پولیسو دوی په لویو لاریو او موټرو کې پولیس تاڼو ته یووړل.

د احتجاجونو د ځپلو په مقصد د هند حکومت نن د نوي ډیلي په شاوخوا سیمو او سره کلا کې د احتجاجونو په مهال ټلیفون او انټرنیټ هم بند کړی وو. د ټلیفون او انټرنیټ بندولو تګلاره هند تر خپله ولکه لاندې کشمیر کې کارولې وه خو دا لومړی ځل دی چې په پایتخت ډیلي کې یې هم وکاروله.

د هند د نوي جنجالي قانون له مخې هغه هندوان، عیسایان او د نورو مذهبونو خلک چې له بنګله دېش، پاکستان او افغانستانه هند ته ورغلي او هلته په غیرقانوني ژوند کوي کولای شي د هند شهریت واخلي، خو احتجاج کوونکو دا په هند کې د 200 میلینه مسلمانانو په ضد قانون بللی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG