لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماه جبین شیران:بلوچستان پوهنتون کې د زده کونکو ترڅنګ ښځينه ښوونکې هم ځورول شوي


د ویډیو سکېنډل د پلټنو د کمېټۍ مشرہ او د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ ښځينه غړې ماجبين شيران وي او اې ډيوه ته په ځانڰړ‎ې مرکه کې ويلي چې دبلوچستان پوهنتون په ويډيو سکېنډل کېس کې پلټنو کې پر مخ تګ شوی او ډير مواد یې تر لاسه کړي.

اغلې وويل "موږ د زده کونکو څخه معلومات تر لاسه کړل او دوی ډير څه راسره شريک کړل ،موږ له ډيرو خلکو سره رابطه کړې ده ، موږ ته د وټس اپ او ميسنجر له لارې ډير شکايتونه او ثبوتونه ترلاسه شوي دي "۔

ماجبين شيران وويل دوی د پوهنتون د ښځينه زدکونکو هاسټل (استوګنځي) ته ورغلې ، له ښځينه زدکونکو سره يې ليده کاته او خبرې کړې ، او له هغوه وروستو د پوهنتون د ځورونې دپېښو دپلټنو له کمېټۍ سره يې ناسته کړې ، او پلټنې يې ورڅخه کړې.

زدکونکې نه بلکې د پوهنتون ښځينه ښوونکې (پروفيسرانې)هم "حراست " ځورول کيږي.

د ماجبين په وينا يوازي فزيکي ځورونه نه بلکې په کتلو په خبرو او په اشارو سره هم د ښځينه زده کونکو او ښوونکو ځورونه کيږي.

اغلې زياته کړه چې د پوهنتون پر ديوالونو ، دروازو او ونو باندې د پوهنتون د خونديتوب په موخه نوې څلور کیمرې لګول شوې دي ، خو د پوهنتون په تشنابونو کې د زده کوونکو دپټو ويډيوګانو جوړولو په غرض کبمرې نه وې لګول شوې .

د اغلې په وينا په پلټنو کې دا معلومه شوه چې پوهنتون کې کومې کیمرې د تحفظ په غرض لګول شوې وې د هغو کیمرو په وسيله د ښځينه او نارينه زده کونکو ځيني ويډيوز جوړې کړل شوې او د دې ويډيوز پر اساس ښځينه او نارينه زده کوونکي ځورول شوې دي.

اغلې ماجبين زياته کړه چې د پلټنو په وخت کې دا ورته معلومه شوه چې د ايف سي ( فرنټېر کور)ځواک سرتيري د ښځينه زده کونکو استوګن ځايي (هاسټل ) ته ور داخل شوي وو " د ايف سي ځواک سرتيري د پنځلسو دقيقو لپاره ښځينه هاسټل ته ورغلي وو خو د ريهرسل ( تمرين ) کولو ورستو بيرته تللي وو”۔

اغلې وويل چې د ايف سي ( فرنټېر کور ) ځواک عمارت د ښځينه زدکونکو و استوګن ځايي ته مخامخ دی بايد چي د ايف سي بلډنګ له دغه ځايه څخه د پوهنتون بلې برخې ته بدل کړل شي.

د ماجبین په وینا چې دوی به د بلوچستان ايالتي اسمبلۍ ته تفصیلي راپور ورکوي او په هغه کې به له حکومت څخه دا غوښتنه ضرور کوي چې مجرمانو ته دې سخته سزا ورکړل شې ولې چې بيا د بلوچستان په يوه ځايي کې هم د چا له خور لورسره داسي ونه شي.

له بلې خوا د بلوچستان هايي کورټ وفاقي تحقيقاتي ادارې ( ايف ايي ای ) ته د ويډيو سکینډل د پوره پوره پلټنو او د پوهنتون مامورينو څخه يې په ويډيو سکينډل کې تورنو خلکو ته د قانوني سزا ورکولو امر کړۍ دی ۔

د کال دوه زره نولسم په نومبر مياشت کې د بلوچستان پوهنتون " ويډيو سکېنډل " قضيه رامنځ ته شوه ۔ د ويډيو سکېنډل په اړه د بلوچستان د هايي کورټ مشر قاضي جسټس جمال مندوخيل په غوښتنه وفاقي تحقيقياتي ادارې پلټنې شروع کړې وې ، د ويډيو سکينډل په حقله پلټنې او د کېس اوریدنه په هايي کورټ کوټه کې روانه ده.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG