لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا دخپلې پوځي روزنې پروګرام کې پاکستان ته دبرخې اخستلو اجازه ورکړه


دامریکې حکومت خپلې پوځي روزنې اؤ تعلیمي پروګرام کې دپاکستاني پوځ دافسرانو ګډون ته یو ځل بیا اجازه ورکړې چې ویل کیږي له دې وروسته پاکستان دغه پروګرام ته دخپلو پوځي افسرانو استولو دپاره دهغوئ دخوښولو کار پیل کړی دی.

تر دې وړاندې چې کله تیرکال دپاکستان اؤ امریکا اړیکې زیاتې کړکیچنې شوې نو دامریکې صدر ډانلډ‌ ټرمپ د”ملټري نیشنل ایجوکیشن اینډ‌ ټریننګ” په نوم دې پروګرام کې دپاکستاني پوځي افسرانو په ګډون بندیز لګولی ؤ.

دنړیوالې خبري شبکې رائټرز له مخې دامریکا دبهرنیو چارو دمحکمې ویاند پخپل یو ایمیل یا برېښنا لیک کې ویلي چې پاکستان دپاره دامریکا پوځي تربیتي پروګرام کې دګډون دبحالۍ موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزه ودې اؤ ګډو ارزښتونو ته یو فرصت بل ورکول دي.

امریکایي ویاند ویلي مونږ د کوټلو ګامونو له لارې داسې پیاوړي بنیادونه اېښودل غواړو چې د سیمې امینت اؤ‌ثبات نور هم ښه کولی اؤ پیاوړی کولی شي.

دامریکا پوځي تربیتي پروګرام کې دپاکستان د ګډون دبحالۍ پرېکړه وروسته له هغې مخې ته راغلې چې د سږکال په اودو کې دامریکا صدر ډانلډ‌ ټرمپ دوه کرته دپاکستان وزیراعظم عمران خان سره لیدنې کړي.

یو امریکایي چارواکي دنوم نه ښودلو په شرط ویلي پاکستان دې پوځي پروګرام کې دګډون دپاره دخپلو پوځيانو په غوره کولو کار پیل کړی دی خو وایي دې پروګرام کې دپاکستان دګډون بحالي به دکانګریس د منظورۍ سره تړلی وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG