لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان چيف جسټس وايي د عدليې بدنامولو کمپاين پېل کړی شوی


د پاکستان د سپريم کورټ مشر قاضي (چيف جسټس) اصف سعيد کهوسه وايي، د ځانګړي عدالت لخوا د پروېز مشرف پرضد د فېصلې اورولو وروسته د عدليې پرضد "ناوړه کمپاين" پېل کړی شوی دی.

د ځايي ميډيا ترمخه نوموړي دغه خبرې په سپريم کورټ کې د هغه په درناوي کي راجوړې د رخصتي غونډې ته په وېنا کې کړي دي.

چيف جسټس ويلي هغه دا تورونه ردوي چې سترې محکمې د پروېز مشرف پرضد ځانګړی عدالت د خپل اثر لاندې ساتلی دی.

پخواني پوځي امر پروېز مشرف ته د ائين ماتولو په مقدمه کې ځانګړي عدالت د مرګ سزا اورولې ده.

په پاکستان کې زياترو سياسي ګوندونو د عدالت فېصله ستايلې خو د پاکستان پوځ دغې فېصلې ته يو اړخيزه ويلي دي.

د ځايي ميډيا ترمخه د پاکستان تحریک انصاف حکومت ويلي د ځانګړي عدالت د مشر جسټس وقار احمد سېټهـ پرضد به سپريم جوډيشل کونسل ته ځي او د فېصلې پرضد به اپيل کوي.

چيف جسټس اصف سعيد کهوسه ويلي د قاضي په حېث يې هر هغه څه کړي چې ښه ورته ښکاره شوي دي.

نوموړی چيف جسټس نن د جمعې په ورځ د څوکۍ څخه ريټايرډ کيږي او د هغه په ځای به سبا جسټس ګلزار احمد د نوي چيف جسټس په حېث چوکۍ سمبالوي.

XS
SM
MD
LG