لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان سوله تر جګړې څو چنده زياته پېچلې ده، دانش


د افغانستان د ولسمشردویم مرستیال سرور دانش وايي د۴۰ زیاتو کلونو راهیسې د پېل شوې جګړې د پاې او د سولې د ټینګښت لپاره د سیمې او نړۍ هېوادونو هڅې پېل کړي دي.

دانش وايي افغان حکومت او ولس دسولې له ټولو هغو طرحو څخه چې د سولې هدف ته په رسېدو کې مرسته کوي، هرکلی یې کوي.

هغه وايي له شک پرته باید ووایم چې سوله ترجګړې څو برابره پیچلې او ډیره د اندېښنې وړده او که چیرې له دقت او احتیاط څخه کار وانه اخستل شي ممکن مونږ یو ځل بیا د سولې په نامه د جګړې میدان ته داخل شو او سره له دې چې مونږ د سولې له دوامدره پروسې او مذاکراتو ملاتړ کوو.

د ولسمشردویم مرستیال وايي وسله وال طالبان نه باید د سولې له روانې پروسې او مذاکراتو څخه چې افغان حکومت یې ملاتړ کوي ناسم برداشت ترې واخلي.

سرور دانش په کابل کې د افغانستان له پوهنتونونو څخه د جمعې په ورځ د محصلینو د فراغت په مراسمو کې وویل د سولې د پروسې نه ملاتړ زمونږ د امنیتي ځواکونو د کمزورتیا او یا د هغوی د پیاوړتیا په معنی نه ده.

د ولسمشر دویم مرستیال زیاته کړه د سولې د روانو هڅو سره بیا هم طالبان د سولې په پروسه باورنه لري او د تیر یوه کال راهیسې افغان حکومت او ملاتړوته یې د زیان رسولو، هدفي او د بې ګناه ولسي خلکو باندې د بریدونو چانس برابر شوی له هغې نه یې ګټه اخیستې ده.

دانش وايي له همدې امله مونږ په دې باور لرو چې د سولې مذاکرات دې د افغانستان حکومت په رهبرۍ اومالیکت پېل شي او په همدې وخت کې دې اوربند اعلان شي اوله دې بغېر د افغانستان خلک نه شي کولی چې د سولې په دې شعارونو باوروکړي.

د ولسمشر اشرف غني دویم مرستیال د سولې په طرحه کې د افغان وګړو د اصلي غوښتنوپه منلو ټنګار وکړاو وې ویل که د سولې په پلانونو کې ځای ورنه کړل شي عادلانه او دایمي سوله په افغانستان کې نه شي راتلی.

نوموړي وویل "د جمهوریت نظام، د خلکو حقوق،،اساسي قانون، د بیان ازادي،انتخابات د ښځوحقونه او د تېرو۱۹ کلونو د لاسته راوړنوارزښتونه چې مونږ د افغانستان د خلکو لپاره د زرګونو قربانیو په بدل کې ترلاسه کړي دي او په هرهغه طرحه کې چې د دې اصولو د ځای پرځای کېدو کې بې پروايي وشي مونږ مطمئین یو چې یوه عادلانه او دایمي سوله به ونه لرو".

دا په داسې حال کې چې د افغان د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې له افغان چارواکو،سیاسي او مدني فعالانو سره د سولې په تړاو له مشورو کولو وروسته قطر ته رسیدلی دی.

په قطر کې د سولې مذاکرات نزدې دوه اوونۍ وړاندې پېل شوي اوله شپږو ورځو له دوام وروسته په مذاکراتو کې د ښکېلو شاملو خواوو لخوا په دې هدف یې د ځنډیدو راپورونه خپار شول چې له مشورو وروسته به بیا پېل کیږي اودقیقه نېټه یې هم نه ده معلومه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG