لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پی ټی ایم د۳۰ؤ فعالینو پرضد محکمې دغدارۍ مقدمه خارج کړه


بنو کې عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۳۰ؤ مشرانو په ضد د غدارۍ مقدمه خارج کړې خو د پی ټی ایم دیو بل فعال حنیف پښتون دضمانت درخواست یې رد کړی دی.

د بنو مقامی عدالت یا سول مجسټریټ تیره ورځ هغه مقدمه خارجه کړې چې تیر کال اکتوبر کې دپي‌ ټي ایم دشوې جلسې وروسته د پولیسو د پی ټی ایم د مهمو مشرانو پر ضد درج کړې وه.

د پی ټی ایم مخ کښ او د شمالی وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ په ټویټر لیکلي "د بنو عدالت په یوه مقدمه کې بری کړی دی "

د بنو پولیسو تیر کال د اکتوبر په ۲۹مه د پښتون تحفظ موومنټ د مشرانو منظور پښتین، ډاکټر سیدعالم مسید، فضل ایډوکېټ، ثنا اعجاز، وړانګې لوڼۍ، علي وزیر او محسن داوړ په شمول د شاوخوا دیرشو تنو په ضد مقدمه درج کړې وه او دوئ یې د ریاست او پوځ په ضد په جذباتي نعرو تورن کړي وؤ.

دپی ټی ایم پرضد د بنو جلسې وروسته ځائي پولیسو د دوئ پرضد د غدارۍ، په سکولو نو او کالوجونو کې زده کونکي د ریاست پر د ضد را ویستلو او د فساد د مخنیوی دقانون دفعه 144 څخه دسرغړونې په تور درې مقدمې جوړې کړې وې

د پی ټی ایم وکیل بخت نیاز ډیوه ته وویل د نیمګړو شواهدو په اساس تیره ورځ قاضي د دوئ په ضد جوړه مقدمه خارجه کړه او دا یې د بشری حقونو په ضد ګام وګرځولو.

هغه وویل په مقدمه کې د پی ټی ایم لخوا د ریاست اؤ ریاستي ادارې پوځ په ضد د خلکو راپارولو مادې شاملې وې. خو د پولیسو سره د تورونو ثابتولو شواهد نه وو چې بیا د عدالت قاضي دا مقدمه خارجه کړه.

پی ټی ایم تیر کال په اتویشتم اکتوبر بنو کې یوه لویه غونډه کړې وه چې پکې د غورځنګ مشر منظور پښتین غونډې ته د وینا پرمهال ویلی وؤ ملک کې جوړو پوځي عدالتونو کې د تندلارو پر ځائ بې ګنا پښتنو ته سزاګانې اورول کیږی او په دارونو خېژولی شي چې ددې ثبوت د پېښور هائی کورټ فیصله ده.

له دغې جلسې درې ورځې وروسته د پي ټي اېم په 30ؤ غړو باندې مقدمه درج شوه او پکې ویل شوي وؤ چې دوئ په جلسه کې د رياست او رياستي ادارو پرضد خبرې کړي دي.

د پی ټی ایم په خبره سږ کال هم د پی ټیم د ۱۰۰ؤ نه د زیاتو فعالینو پرخلاف د ملک په ضد د غدارۍ کولو مقدمې جوړې کړل شوي چی بیا ورو سته عدالتونو دا مقدمې خارج کړې دي.

په عین حال کې پېښور هائیکورټ‌ بنو څانګې د پی ټی ایم دمخ کش حنیف پښتون په ضمانت دخوشی کیدو درخواست رد کړی.

دې نه وړاندې دمحکمې لخوا د حنیف پشتون سره د نیول شوې فهیم داوړ په ضمانت د خوشی کیدو درخواست هم رد کړل شوی ؤ.

وکیل بخت نیاز وایي اوس به د دغه کیس په بشپړه ډول په عدالت کې اوریدنه پیل کیږي.

په حنیف پښتون او ملګرو یې د خفیه ادارې دیو چارواکي د وژل کیدو تور دی او د بنو پوليس ويلي وؤ دتیر جولائي په میاشت کې چې کله د بنو په ټاؤن شپ سیمه کې د مطلوبو کسانو پرضد پولیسو چاپه وهلې وه نو په کور کې موجودو کسانو په دوئ ډزې کړې وې چې پکې يو د استخباراتي ادارې افسر (انسپکټر) وژل شوی او دوه پوليس ژوبل شوي وؤ.

پولیسو ویلي وؤ د کور نه یې د پي ټي اېم درې غړي حنیف الله، فهيم الله او شاهين الله نيولي وؤ او ډزې هم دوي کړې وې.

د يادې پېښې په اړوند د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين ویلي وؤ حنيف پشتين د شمالي وزيرستان سره تړاؤ لرونکی محصل دی او د سیمې څخه بنو ته کډوال شوی ؤ په بنو ټاؤن شپ کې اوسېدو په هغه د کوم وراني مقدمه نه وه خو د بنو د جلسې او احتجاج وروسته يې نوم په مقدمو کې اچول شوی ؤ.

منظور پشتين ويلي وؤ په بنو کې د وړاندې نه هدفي وژنې روانې دي او هلته کسانو ته د ترهګرو نه ګواښونه دي او د روژې په مياشت کې په خپله د بنو پوليس حنيف پشتين ته ويلي وؤ چې د ترهګرو لخوا ورته خطره ده او ځان دې سمبال کړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG