لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

منظور پشتين: په ۱۲م جنورۍ په بنو کې د پښتنو په مسايلو خبرې کوو، د جلسې اعلان


منظور پشتين

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي "پي ټي اېم غلی نه دی په ۱۲م جنورۍ (۲۰۲۰) په بنو کې يې د غټې جلسې اعلان کړی چې په دغه جلسه کې به د پښتنو په مسايلو خبرې کولی شي".

په خپله فېس بک پاڼه نېغ په نېغه خبرو کې پشتين وويل دوی د پي ټي اېم هلې ځلې ژوندۍ ساتلي او دوامداره يې ساتي.

هغه وويل غټې جلسې به کوي او ځکه يې کوي چې "پښتنو ته لا اوس هم ډېرې مسلې دي، د وزيرستان کډوال په افغانستان کې پراته دي په پوله د پښتنو سره بده رویه ساتل کيږي، نه خو راؤ انوار ته سزا ورکړی شوې او نه طاهر داوړ ته انصاف ترلاسه شوی دی".

پشتين زياته کړه "د بې درکه خلکو مسله په خپله ځای ده او د پښتنو په خاوره اوس ښکاري چې د نوي جنګ تياري کولی شي، د خلکو په ځمکو، سکولونو او کالجونو اوس هم قبضې دي"،او په دې مسلو د غږ د پورته کولو دپاره پي ټي اېم په ۱۲م جنورۍ په بنو کې جسله اعلانوي.

هغه وويل "په دې جلسه کې به د پښتنو په مسايلو خبره کيږي او د جلسې په اخره کې به د پښتنو د اتفاق او اتحاد دپاره يوه عملي تګلاره (فارمولا) د قام په وړاندې اېښودل کیږي".

منظور پشتين په پښتنو غږ وکړو چې د خپل وطن په مسلو د خبرې کولو دپاره د پي ټي اېم جلسې ته راشئ او د دغه غورځنګ ملاتړ وکړئ.

نوموړي په خپلو خبرو کې اووه کاله وړاندې د عوامي نيشنل ګوند د بشير بلور د وژنې يادګېرنه وکړه.

پشتين په اخره کې په افغانستان کې په ټولټاکنو کې د اشرف غني د بریا وويل او زياته یې کړه چې دوی ورته دعا کوي چې په افغانستان کې ورته د سولې راوستو همت ورکړي چې دا وطن افغانستان يو سوله ييز ملک جوړ شي.

XS
SM
MD
LG