لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په افغانستان کې د صدارتي انتخاباتو د لمړيو نتيجو هرکلی کړی


پاکستان په افغانستان کې د ترسره شوؤ صدارتي انتخاباتو د لمړيو نتيجو مخې ته راتلو هر کلی کړی دی. د افغانستان د صدارتي انتخاباتو په لمړيو نتيجو کې اشرف غني زیاتې رايې اخيستې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، هيله کوي چې د افغانستان د صدارتي انتخاباتو وروستۍ نتيجې به د افغانستان د انتخابي قوانينو ترمخه په ټاکلي وخت مخې ته راشي.

پاکستان وايي په افغانستان کې د جمهوري عمل ملاتړ کوی.

د بهرنيو چارو دفتر ويلي د افغانستان صدارتي انتخابات ترسره کېده د افغانستان او سويلي اسيا او سيمې سياسي ثبات پله يوه مهم قدم دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېشن نزدې د درېو میاشتو وروسته د ولسمشرۍ د شوؤ ټاکنو لمړۍ پایلي اعلان کړي چې پکې اشرف غني وړومبی،عبدالله عبدالله دویم اؤ ګلبدین حکمتیار دریم مقام ګټلی دی.

د ټاکنو د کمېشن ترمخه په ترسره شوؤ ټاکنو کې ډاکټر اشرف غني نهه لکه۳۳زره اؤ۸۶۸ رایې ګټلې چې دا ۵۰اعشاریه ۶۴ جوړیږي اؤ د نورو ټولو کاندیدانو په پرتله تر ټولو زیاتې رایې دي.

همدغه شان ډاکټر عبدالله عبدالله اوو لکه ۳۰ زره اؤ ۹۹ سلنه رایې ترلاسه کړي اؤ ټولتاکنو کې دویم مقام ګټلی دی.

د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د خارجه وزارت استازې اېلس وېلز وایي د افغانستان صدارتي انتخابات که هرڅوک هم وګټي، ورته په کار ده چې د پراخ بنسټه ادارې او مذاکراتي ټیم دپاره سنجیده ګامونه اوچت کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG