لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان: په بلخ کې اووه سرتيري او هملند کې ۱۷ طالبان وژل شوي


د افغانستان د کورنيو او دفاع چارو وزارتونو ويلي په بلخ کې د طالب وسله والو په بريد کې اووه سرتيري وژل شوي او په هلمند کې په نښته کې ۱۷ طالب وسله وال وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ويلي، "ترهګرو د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې د ملي امنيت او دفاع ځواکونو په ګډ مرکز بريد کړی د پوځ اووه سرتيري پکې وژل شوي او د دفاع او امنيت شپږ سرتيري پکې ژوبل شوي دي".

د ځايي رسنيو ترمخه دغه عملیات تېره شپه شوي دي.

طالبانو په دغو عملياتو کې د ۲۰ سرتيرو د وژلو او څو نورو د ټپيانو کولو سره د نيولو ادعاوې هم کړي دي.

بل لور ته د کورنيو چارو وزارت ويلي، په هلمند کې د دفاعي ځواکونو سره په نښته کې ۱۷ ترهګر وژل شوي دي.

د دفاع وزارت ويلي، "د هلمند په نادعلي اولسوالۍ کې د ملي امنيت د ځواکونو سره په نښته کې ۱۷ طالب ترهګر وژل شوي دي او د دوی نه په غټه کچه وسله ترلاسه شوې ده".

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG