لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان حکومت د مشرف د فیصلې په ضد عدالت ته په اپیل کولو کې زړه نازړه دی


واشنګټن ــــ پاکستاني رسنیو د ځینو سرچینو له خولې ویلي چې د تحریک انصاف حکومت په مرکزي حکومت کې د اختلاف له کبله تر اوسه دا پرېکړه نه ده شوې چې د پروېز مشرف په اړه د ځانګړي عدالت د فیصلې په ضد به سپریم کورټ ته درخواست ورکوي.

سرچینه وایي نه یواځې د ځانګړي عدالت د تفصیلي پرېکړې په ضد بلکې د پېښور هایکورټ د قاضي وقار احمد سېټ په اړه د پاکستان سپریم جوډیشل کونسل ته د درخواست ورکولو پرېکړه هم څرګنده نه ده.

د پاکستان تحریک انصاف مرکزي حکومت یوه اوونۍ وړاندې د ځانګړي عدالت له خوا پروېز مشرف ته د مرګ د سزا په اړه ویلي وو چې اعلی عدالت ته به اپیل کوي، د ساینس او ټیکنالوجۍ مرکزي وزیر فواد چودري د عدالت پر فیصله ناخوښي څرګنده کړې وه.

سرچینې وایي په تحریک انصاف ګوند کې یوه ډله په سختۍ سره د دې مخالفت کوي چې حکومت دې د پروېز مشرف د سزا او د قاضي وقار احمد سېټ په خلاف سپریم جوډیشل کونسل ته درخواست ورکړي.

"هغوی په دې نظر دي چې عدالت ته دا درخواست ورکول به د وزیراعظم عمران خان لپاره د شرم وړ خبره وي ځکه چې هغه تل د مشرف مخالف اوسېدلی او د آیین د 6مې مادې په بنیاد یې د هغه د سزا کېدو غوښتنه کړې".

د تحریک انصاف ګوند دوو مشرانو علي محمد خان او ندیم افضل چان تر اوسه د پخواني پوځي آمر مشرف په اړه د عدالت پر فیصله خپل نظر نه دی ورکړی، رسنۍ وایي د دوی چوپتیا داسې ښکاره کوي چې د عدالت د فیصلې هرکلی کوي.

پخپله وزیراعظم عمران خان هم تر اوسه پورې نه پر ټولنیزو رسنیو او نه د پاکستان بلې کومې رسنۍ ته د پروېز مشرف د سزا د فیصلې په اړه څه ویلي دي.

سرچینې وایي د تحریک انصاف ګوند ځینو کسانو دا پوښتنه را پورته کړي، چې تحریک انصاف ګوند پخپله د مشرف په ضد د غدارۍ په مقدمه کې مدعي اوسېدلی، نو اوس به د ځانګړي عدالت فیصله څنګه چېلنجوي.

رسنۍ وایي تمه ده چې د پروېز مشرف وکیل سلمان صفدر روانه اوونۍ د ځانګړي عدالت د فیصلې په خلاف اپیل وکړي، خو دا څرګنده نه ده چې دا درخواست به خپله د مشرف او که د هغه د ګوند آل پاکستان مسلم لیګ له خوا ورکول کېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG