لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند:په امنیتي پوسته برید کې ۱۰افغان سرتیري وژل شوي دي


افغان امنیتي چارواکي وایي دهلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې دملي پوځ‌ په یوه پوسته د طالبانو لخوا شوې چاودنه کې ۱۰افغان پوځیان وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وایي دغه چاودنه په سنګین ولسوالۍ کې په خنجر نومې امنیتي پوسته دخالي په سحر توره خړه کې شوې ده.

میوند قول اردو پخپله یوه اعلامیه کې منلې چې چاودنه کې د ملي اردو ۱۰سرتیري وژل شوي اؤ څلور نور ټپیان دي.

دافغانستان بیلابیلو رسنیو د امنیتي چارواکو له خولې ویلي چې په یاده امنیتي پوسته کې ۱۷ؤ عسکرو دنده ترسره کوله اؤ چاودنه دومره زورداره وه چې دغه پوسټه یې دبیخه تباه کړې ده.

رسنۍ دچارواکو له خولې داسې راپورونه هم ورکوي چې چاودنه کې ټول په ټوله ۱۷عسکر وژل شوي

دهلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ اشنا ته ویلي چې طالبانو وړومبی په امنیتي پوسته چاودنه اؤ بیا وروسته یې پرې ډزې کړي دي چې دغه ډزو ترسهاره دوام موندلی دی.

هغه ویلي پېښه کې مرګ ژوبله رامنځته شوې خو لا دقیقه شمیره یې نه ده رابرڅېره شوې.

پژواک خبري اژانس پخپل راپور کې دچارواکو لخوا له خولې ویلي چې دې چاودنه کې ۱۴ سرتیري وژل شوي.

طالبانو ددې چاودنې پړه پغاړه اخستې اؤ رسنیو ته په لیږلي بیان کې یې ویلي چې چاودنه کې ګڼ شمیر افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوړیدلې ده.

په دې وروستیو کې چې دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دسولې خبرې بیا تودې شوي په افغانستان کې دطالبانو لخوا په افغان اؤ بهرنیو ځواکونو دبریدونو لړۍ هم چټک شوې اؤ تیره اوونۍ افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد په ټوئټر لیکلي وؤ چې طالبانو ته به ښودل وي چې هغوئ د ولس د سولې هیلو ته څنګه ځواب ویلی شي.

دتیرکال راهسې طالبانو اؤ امریکا په قطر کې د سولې خبرې پیل کړې وې اؤ دواړو خواؤ دعوه کړې وه چې دسولې یو غوڅ تړون ته هم رسیدلي دي دي خو څه دپاسه درې میاشتې دمخه کابل کې په یوه چاودنه کې دیو امریکایي عسکر په ګډون د۱۲کسانو د وژل کیدو له امله دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ دسولې دغه خبرې ختمې کړې وې.

خو په ۲۹م نومبر کابل ته دخپل یو ناساپي سفر په مهال دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ویلي وؤ چې طالبان اوس سولې اؤ اوربند دواړو ته چمتو شوي ولې کله چې روانه میاشت زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو په قطر کې دسولې خبرې سر دوباره پیل کړې نو ورسره سم کابل کې دچاودنو لړۍ هم چټک شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG