لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې دپاکستان سفارت سبا بیا د ویزو ورکړه پېلوي،پېښور کې هم افغان قونسلګري پرانستل شوه


کابل کې دپاکستان سفارتخانې ویلي سر له سبا (یکشنبې) به افغانانو ته دویزو ورکولو خدمات پیلوي.

نزدې دوه میاشتې وړاندې دپاکستان سفارت په کابل کې د ویزو ورکولو څانګه له دې امله وتړله چې ګواکې دسفارت کار کوونکي یې خوندي نه دي او له امنیتي ګواښونو سره مخامخ شوي وؤ.

دپاکستان سفارت دویزو ورکولو د خدماتو څانګې دتړلو پرمهال ویلي وؤ چې یوازې عاجلو ناروغانو ته به ویزې ورکوي او په تیرو شاوخوا دوو میاشتو کې دې سفارت ته د مراجعینو شمیر هم کم شوی و.

خو د شنبې په ورځ کابل کې دپاکستان سفارت پخپل یو ټوئټ کې ویلي چې سبا نه بیا د ویزو په ورکړه لاس پورې کوي.

په افغانستان کې دپاکستان قونسلګری چې په یوشمیر ولایتونو کې فعالیت لري هره ورځ ورته د ویزې ترلاسه کولو لپاره زرګونه کسان مراجعه کوي.

دیو بل رپوټ له مخې په خیبرپښتونخوا کې دافغانستان قونسلګرۍ چارواکو ویلي په پیښور کې تړل شوې قونسلګرۍ بیا پرانیستل شوې او نن دشنبې په ورځ په کې دویزو ورکولو لړۍ پیل شوې ده.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په پيښو ر ښار کې افغان قونسلګري وروسته له هغې افغان حکومت وتړله چې په دې ښار کې پرافغان مارکیټ دپاکستان امنیتي کسانو چاپه ووهله او پرهغې لګول شوی دافغانستان بیرغ یې راښکته کړو.

دپیښور ښار فردوس سیمه کې دافغان مارکیټ په ملکیت دعوه روانه ده،

افغان حکومت یې خپل ملکیت ګڼي خو دپاکستان د یوه اوسیدونکی سید زوار په محکمو کې دخپل ملکیت دعوه ثبت کړې ده او وروستۍ د محکمې پریکړه هم دپاکستاني اوسیدونکي په حق کې شوې ده چې افغان حکومت یې په اعتراض کې خپله قونسلګري وتړله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG