لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بامیانو کې ښکار کېدونکي بازان پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته وړل کېږي


واشنګټن ــــ د افغانستان د مرکزي ولایت بامیان د چاپېریال ساتنې او د ځنګلي ژویو لپاره کارکوونکي د مرغانو ښکار اندېښمن کړي دي، وایي په سیمه کې یې د سیلانیو مرغانو خصوصاً د بازانو ښکار زیات شوی دی.

وایي سره له دې چې په افغانستان کې د یوه صدارتي فرمان له مخې د ځنګلي حیوانانو پر ښکار بندیز دی، خو وایي بیا هم د مرغانو قاچاکبر بازان نیسي او د ګاونډیو هېوادونو پر قاچاکبرو یې خرڅوي.

په بامیانو کې د ځنګل حیواناتو او مرغانو پالونکي وایي، حکومت د ښکاریانو او د مرغانو د قاچاک کوونکو مخه نه نیسي، وایي که پخپله افغان دغه نایابه مرغان ژوندي ونیسي نو زیاته ګټه به ولري.

په بامیانو کې د بازانو یو ښکاري محمد عالم وایي "موږ د بازانو د نیولو لپاره له کوترو کار اخلو او بازان په ګڼه ګوڼه کې نه بلکې په صحرا کې ښه نیول کېږي. د بامیانو په مرکزي سیمه کې درې ډول بازان دي".

محمد عالم ښکاري وایي د خزان یا مني موسم د بازانو خاص وخت دی چې وایي دوی په په دې وخت کې د بامیانو په شمال ختیځو سیمو غجور او خوم کې په خلاسه فضا کې ګرځي. عالم وایي:

"په مني کې په درځنونو ښکاریان دلته بازان نیسي چې یو یې له 200 تر 1300 پورې امریکايي ډالره قیمت لري، خو دا د بازانو په نسل پورې اړه لري، دغه بازان پاکستان ته لېږل کېږي".

د بامیانو د چاپېریال ساتونکي اندېښمن دي چې وایي حکومت د ځنګلي حیواناتو او مرغانو د ښکار په اړه قانون نه عملي کوي. محمد ابراهیم دادفر د بامیانو د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر وایي:

"موږ واورېدل چې په وروستیو کې یو تن په یکاولنګ ولسوالي کې د ښکار په تور نیول شوی او بیا بیرته امنیتي ځواکونو خوشي کړی وو، خو زه 100 فیصده ډاډمن نه یم چې هغه دې نیول شوی او بیا بیرته خوشي کړل شوی وي".

د بامیانو د پولیسو مشر جنرل محمد صادق مرادي وایي، د مرغانو د ښکار په اړه قانون واضح دی او بندیز پرې لګېدلی، هر څوک چې ښکار کوي نیسي یې، خو ښکاریان تمه لري چې حکومت دا بندیز ختم کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG