لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کراچۍ: ژورنالسټ ته د رياست پرضد موادو او مذهبي کرکې خورولو په جرم د پينځه کالو بند سزا اورول شوې


په کراچۍ کې د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت ژورنالسټ نصرالله چودري ته د ریاست پرضد موادو ساتلو او مذهبي کرکې خورولو په مقدمه کې د پينځه کالو بند او جرمانې سزا اورولې او جېل ته يې لېږلی دی.

نصرالله چودري په کراچۍ کې د اردو ژبې ورځپاڼې (نئ بات) سره کار کوي.

نصرالله چودري ته د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت د رياست پرضد او جهادي موادو (لټرېچر) ساتلو په تور کې د پينځه کاله بند او لس زره روپۍ جرمانه اورولې او د ترهګرو ډلو سره د اړيکو په جرم کې يې ورته د شپږو مياشتو بند او پينځه زره روپو جرمانه اورولې ده.

عدالت د سزاګانو په يو وخت د پېل کېدو ويلي دي.

چودری ته اورول شوې سزا په سيند هايکورټ کې چېلنج کړی شوې ده.

چودري تېر کال په ۱۱م نومبر د کراچۍ پوليسو نيولی او بيا یې سي ټي ډي پوليس ته سپارلی ؤ، په هغه تور لګول شوی چې د رياست پرضد لټرېچر مواد يې ساتلي او د لاقانونه ډلو سره يې اړيکې وې.

هغه بيا د نومبر د میاشتې په وروستيو کې په ضمانت خوشی شوی ؤ.

سي ټي ډي په نصرالله چودري جوړه مقدمه کې ويلي د هغه سره د افغان جهاد او او پنجابي طالبانو په اړوند مواد ترلاسه شوي او جهاد ته به يې خلک راپارول.

په هغه باندې د القاعده د يو غړي سره د اړيکو ساتلو تور هم لګول شوی ؤ.

سرکاري وکيلې فرحانه پروين ويلي د چودري پرضد ثبوتونه عدالت ته وړاندې کړی شوي او هغه د جرم اعتراف هم کړی دی.

خو د چودري وکيل ويلي هغه په ځان لګولي تورونه رد کړي دي.

د ژورنالسټانو اتحاديې (پي اېف يو جی او کی يو جی دستور) نصرالله چودري ته په اورول شوې فېصله اندېښنه څرګنده کړې د سپريم کورټ چيف جسټس او هايکورټ چيف جسټس ته يې خواست کړی چې په فېصله نوټس واخلي.

يادې اتحاديې تور لګولی حکومت د قانون نافذؤنکو ادارو د لارې په ګواښونو، تشدد او ځورولو ژورنالسټان د فشار لاندې ساتي.

XS
SM
MD
LG