لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بغداد کې په امریکایي سفارتخانه له برید وروسته امریکا خپل نور سرتیري منځني ختیز ته لیږي


عراق کې دامریکې په سفارتخانه دبرید وروسته واشنګټن منځني ختیز ته دخپلو نورو ځواکونو دلیږلو پرېکړه هم کړې ده اؤ دامریکا دبهرنیو چارو محکمه وایي چې عراق څخه دامریکایي ډپلوماټانو د راویستلو هیڅ پلان نه لري.

دنهې په ورځ بغداد کې په زرګونو پارلیدلو خلکو دامریکې په سفارتخانه برید کړی ؤ اؤ دغلته یې دماتې کوډې کولو ترڅنګ امریکایي بیرغ هم سوځولی ؤ.

خبري شبکې رائټرز د امریکا د بهرنیو چارو دمحکمې له خولې ویلي چې د پاریدلو مظاهره چیانو په برید کې سفارتي مامورینو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

دامریکا ددفاع محکمې پينټاګان هم ویلي چې ۷۵۰امریکایي سرتیري منځي ختیز ته استوي اؤ په راتلونکو څو ورځو کې به نور ځواکونه هم دغلته وګمارل شي.

دامریکې ددفاع وزیر مارک ایسپر پخپل یو بیان کې ویلي چې بغداد کې په امریکایي سفارتخانه دبرید نه وروسته دامریکایي ځواکونو اؤ هغوئ ته دترلاسه اسانیو په ضد دسیوا شوؤ ګواښونو له امله امریکا مناسب احتیاطي ګامونه اخلي.

یو امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي په پیل کې به کویت کې میشت ۷۵۰امریکایي سرتیري عراق ته لیږل کیږي اؤ که اړتیا ولیدل شوه نو په راتلونکو څو ورځو کې ۴۰۰۰سرتیري سیمې ته ولیږل شي.

دعراقي ځواکونو د روزلو په خاطر له وړاندې څخه هم تر۴۰۰۰ زیات امریکایي سرتیري دا مهال په عراق کې موجود دي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د امریکا په سفارت باندې د یرغل تور په ایران پورې کړی او په دې اړه یې تیره ورځ په ټویټر لیکلي وؤ چې

"ایران یو امریکايي قراردادي وژلی او ګڼ نور یې ژوبل کړي. مونږ په ځواکمنه توګه ځواب ورکړ او هرکله به همداسې وکړو. اوس ایران په عراق کې د امریکا په سفارت باندې برید تنظیموي. دوی به په بشپړه توګه ګرم وبلل شي. مونږ تمه لرو چې عراق به د سفارت په ساتلو کې له خپلو ځواکونو کار واخلي او همداسې ورته ویل شوي."

داتوار په ورځ د امریکا په هوايي بریدونو کې د کتایب حزب الله د ډلې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي وو چې له هغې وروسته عراق کې په ګڼ شمیر پاریدلي خلک تیره ورځ دامریکا په سفارت ورختلي وؤ.

که څه هم د امریکا په دغو بریدونو باندې د لوړ پوړو عراقي چاراکو لخوا نیوکې شوي خو امریکا په عراق او سوریه کې د ایران پلوو ملیشو پرضد له خپلو هوايي بریدونو څخه دفاع کړې او د نورو بریدونو خبرداری یې هم ورکړی.

خپله د کتایب حزب الله ملیشو هم ددغو بریدونو په غبرګون کې د غچ اخیستلو ګواښ کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG