لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: که په عراق کې د امریکا سفارت ته زیان ورسېد نو ایران به ګرم وي


Donald Trump
Donald Trump

واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، که په عراق کې د امریکا د سفارت ودانۍ ته کوم زیان ورسېږي او یا څوک ټپي شي نو دوی به ایران ګرم وګڼي.

ټرمپ په یو ټویټ کې لیکلي چې ایران به ددې کار ستر قیمت ورکوي. دا خبرداری نه بلکه دا یو ګواښ دی.

خو ټرمپ د نهې یا سې شنبې ناوخته وویل، چې دی نه ویني چې امریکا دې له ایران سره جګړه وکړي.

ټرمپ زیاته کړه، زه فکر نه کوم چې جګړه وشي او که وشي نو په ډېرې چټکۍ سره به پر مخ ولاړه شي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنايي په عراق او سوریه کې د امریکا وروستي بریدونه غندلي دي او د ټرمپ ګواښونو ته یې په ځواب کې نیغ په نېغه ویلي چې ته هېڅ هم نشې کولی.

خامنايي په ټوېټر باندې زیاته کړې چې که ته ځآن ته هوښیا وايي خو ته نه يې تاسو به ووینئ چې په عراق او افغانستان کې د ستاسو د جرمونو له امله هېوادونه له تاسو کرکه او نفرت وکړي.

د امریکا ددفاع وزارت ۷۵۰ نور سرتیري منځني ختیځ ته استوي چې د دفاع د وزیر مارک ایسپر په وینا دا به یو احتیاطي عمل وي.

هغه وړاندې وویل، مونږ د کوربه هېواد په امنیتي ځواکونو باندې تکیه لرو چې زمونږ د کسانو ژغورنه وکړي او مونږ د عراق په حکومت باندې غږ کوو چې خپل نړیوال مسولیتونه پوره کړي.

ټرمپ د نهې یا سې شنبې په ورځ په عراق کې د امریکا د سفارت او کارکونکو د ژغورلو په اړه د عراق له لومړي وزیر عاد عبدالمهدي سره خبرې کړې دي.

ټرمپ ویلي، چې د عراق حکومت په سمه توګه ځواب ورکړی.

د نهې یا سې شنبې د ورځې په پېښه کې ایران پلوو لاریون کونکو سفارت ته د تلونکو کسانو د انتظار خانې اوسپنیزه دروازه ماته کړې، اورونه یې بل کړي خو عراقي ځواکونو بېرته په شا تنبولي.

د سفارت خپلې ودانۍ ته زیان نه دی رسېدلی او هېڅوک هم خپله دننه سفارت ته نه دي ننوتي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، د امریکا ټول کارکونکي خوندي دي له سفارت څخه د کارکونکو د ویستلو کوم پلان نه لري.

د امریکا د بهرنیو چار وزیر مایک پمپیو په یو ټویټ کې ویلي، چې ترهګرو دغه برید تنظیم کړی.

هغه د کتایب حزب الله د ډلې قومندان ابو مهدي المهندس، قیس الخیزالي، هادي الاماري او صالح الفیاض نومونه یاد کړي چې ددغو لاریونونو مشري کوي.

په عراق کې د امریکا په سفارت کې امنیتي ځواکونو د شورو یا چهارشنبې په ورځ هم په لاریون کونکو اوښکې بهونکی ګاز کارولی.

دغه لاریونونه په ایران پلوو ملیشو باندې د امریکا د وروستیو هوايي بریدونو پرضد پیل شوي دي.

ځینو د سفارت مخې ته ټوله شپه اړولي وو او د نهې یا سې شنبې په ورځ د سفارت په لېرې څنډې هم ور ننوتي وو او په یو شمېر ځایونو کې یې اورونه هم بل کړي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG