لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي وزيرستان کې پوليس سرتيري وژل شوی، په جنوبي کې ماين چاؤدنې هلک معذوره کړی


د قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان پوليس چارواکي وايي، يو پوليس سرتېری يې په ډزو وژل شوی دی، بل لور ته په جنوبي وزيرستان کې ماين چاؤدنې يو ۱۵ کلن هلک په لاس او پښه معذور کړی دی.

د شمالي وزیرستان د پوليسو مشر (ډي پي او) شفيع الله ګنډاپور وايي، چې پرون د شورو، چارشنبې په ماښام په ميرعلي کې يوه چاؤدنه شوې او له هغې وروسته ډزې شوي او په ډزو کې پولیس سرتېری سهېل وژل شوی دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د بم چاؤدنې هدف پوځ ؤ خو په چاؤدنه کې کوم زیان ته رامنځته شوی او د هغه په وېنا د ترهګرو په ډزو کې پوليس سرتېری چې په ډيوټۍ مامور ؤ وژل شوی دی.

د ميرعلي په تحصيل روډ چې دغه پېښه شوې د موقعې يو عېني ګواه مزمل خان وي او ای ډيوه ته ويلي چې دغلته پرون د فټ بال لوبه روانه وه او د لوبې د ځای څخه نزدې يو کلوميټر لرې چاؤدنه وشوه او لوبه په وروستي پړاؤ کې وه چې د چاؤدنې سره سم ډزې هم پېل شوې.

هغه وويل د لوبې ليدو له په زرګونو خلک راټول شوي او ډزو سره خلک په منډه شوي بيا وروسته وويل شو چې يو تن په ډزو کې وژل شوی دی.

پوليس چارواکي وايي دغه تن دا پوليس سرتېری ؤ.

د وژل شوي سرتيري تره رياض نور بيا وايي په تېرو نهه مياشتو کې دا دوېمه پېښه ده چې د کورنۍ سره يې کيږي هغه وويل په تېره روژه کې يې ورور چې د دې سرتیري پلار ؤ په جومات کې نامالومو کسانو په ډزو وژلی ؤ.

په جنوبي وزیرستان کې ماين چاؤدنه

ځايي انتظاميه مني چې د جنوبي وزيرستان د لدهه سب ډويژن په بابړ علاقه کې یو ماين چاؤدنه شوې او ۱۵ کلن هلک پکې ژوبل شوی دی.

انتظاميه وايي دغه هلک په علاقه کې بيزې څرولې او ماين پرې چاؤدلی دی، په چاؤدنه کې دغه هلک په يو لاس او پښه معذوره شوی اود ډېره اسماعيل خان روغتون ته منتقل کړی شوی دی.

په جنوبي وزیرستان کې وخت په وخت د ماین چاؤدنو پېښې رامنځته کيږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دعوه کوي چې په تېر دوه کاله موده کې په علاقه کې د ماين چاؤدنو ۱۵۰ پېښې شوي چې پکې ۲۰ کسان وژل شوي او د ۱۴۶ پورې کسان پکې ژوبل شوي او معذوره شوي چې پکې زياتره ښځې او ماشومان په نخښه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG