لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:د دوؤ ډلو ترمنځ نښته کې پینځه کسان وژل شوي


دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبائیلي ضلعه دجنوبي وزیرستان برمل تحصیل تحصیل کې د زمکې په سر د دوؤ ډلو ترمنځ نښته کې پینځه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

د ځائي پولیسو مشر یا د واڼا پولیس تاڼې ایس ایچ اؤ عثمان وزیر وائس اف امریکا ډيوه ته ویلي دا نښته په اعظم ورسک بازار کې د زانګي اؤ شائسته خان قبیلو ترمینځ د زمکې په لانجه شوې ده

هغه وایي دپېښې داطلاع رسیدلو سره سم پولیس سیمې ته رسیدلي اؤ مړي اؤ زخمیان یې روغتون ته رسولي دي.

دپولیسو مشر وویل په ډزو کې د دواړو خواؤ څخهد زانګی. مستا خان. رمضان. سادو خان اؤ انور په نومونو پینځه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي اؤ پولیسو دپېښې پلټنې پیل کړي دي.

دسیمې نه د ډيوه خبریال وايي ددغه پېښې سره سم ګڼ شمیر سیمه ییز خلک سړکونو ته راوتلي اؤ دپولیسو دبې تفاوتۍ په ضد یې احتجاج کړی دی.

داحتجاج په مهال دپېښې یو عیني شاهد تاج محمد امریکا غږ ډیوه ته ویلي چې دا نښته ترنیم ساعت روانه وه خو پولیسو د وسلو په ازادانه استعمال هم هیڅ کارروایي نه ده کړې.

یو بل محمد خان ډیوه ته ویلي جنوبي وزیرستان کې د وسلو ګرځولو اؤ د تورو شیشو په ګاډو دبندیز باوجود هم دلته وژنې د ورځې معمول جوړ شوی اؤ د بدامنۍ دلاسه دسیمې خلک پوزې ته راغلي دي.

هغه وویل لوړ پوړي چارواکي باید ددې خبرې پلټنې وکړي چې سیمه کې په وسلو دبندیز باوجو څنګه په نښته کې د وسلو ازادانه استعمال کیږي اؤ پولیس یې مخه نه نیسي.

خو دجنوبي وزیرستان یو لوړ پوړي انتظامي مشر بیا دنوم نه ښودلو په شرط ډیوه ته ویلي چې دقبائیلي سیمو صوبه کې له ورګډیدو وروسته هغوئ سره داسې هیڅ وسائیل نشته چې دداسې رقم پېښو مخه پرې ونیسي.

دغه انتظامي چارواکي وویل نه خو هغوئ سره تربیت یافته پولیس شته اؤ نه داسې نورې اسانۍ چې په وخت پرې دقبیلوي تربګنو مخه ونیسي خو هغوئ بیا هم پخپلو لنډو تنګو وسیلو کې دامن پځائ ساتلو کوټلې هڅې کوي

Recommended

XS
SM
MD
LG