لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايراني جنرل د وژلو وروسته پمپيو د اشرف غني او جنرل باجوه سره خبرې کړي


د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د افغانستان صدر اشرف غني او د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره په ټيليفون خبرې کړي او د ايراني جنرل قاسم سليماني د وژلو په اړوند يې ورسره خبرې کړي دي.

مايک پمپيو په ټويټر ويلي، "د افغانستان د صدر اشرف غني سره مې (د صدر ډانلډ ټرمپ د دفاعي پرېکړې چې قاسم سليماني وژل پکې شوی چې د امریکايانو ژوند او تاسيسات سمبال شي) په اړه خبرې وکړې. د ايراني رژيم عملیات په سیمه کې بې ثباتي جوړوي. امریکا به خپل خلک او ګټې خوندي کوي".

د افغانستان صدارتي ماڼۍ ارګ د اشرف غني او مايک پمپيو ترمنځ د خبرو په اړوند اعلاميه کې ويلي، غواړي چې د امریکا او ايران ترمنځ تريخوالی د خبرو د لارې هوار شي.

اشرف غني په ټيليفوني خبرو کې پمپيو ته ويلي،" چې د امریکا سره یې کوم امنيتي تړون دی د هغې په بنياد به افغانستان خپله خاوره د بل کوم هېواد پرضدکارېدو ته نه پرېږدي".

مايک پمپيو ويلي د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره يې هم قاسم سليماني د وژلو په اړه خبرې کړي، هغه په ټويټر ويلي،

"د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د امریکايي دفاعي عملياتو چې پکې قاسم سلېماني وژل شوی په اړه خبرې وکړې. د ايران رژيم په سیمه کې بې ثباتي جوړوي. امریکا به خپلې ګټې، خلک، تاسیسات او همکار خوندي کوي".

د پاکستان پوځ د پمپيو او باجوه د خبرو په اړوند ویلي،

"پوځي مشر سره مايک پمپيو خبرې کړي اوپه سیمه ييز امن دواړو خبرې کړي چې پکې د منځني ختيځ د وروستي اړي ګړي د ممکنه اثراتو په اړه خبرې شامل وي،. جنرال باجوه د سولې او ثبات دپاره د تاؤتريخوالي په کمولو ټينګار کړی او ويلي يې دي چې ټول فريقېن دې د صبر نه کار واخلي او د رغونې اړیکې دې دوامداره ساتي".

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر هم د سلیماني د وژلو وروسته په حالاتو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير د افغانستان او پاکستان نه علاوه د يو شمېر نورو هېوادونو د مشرانو او استازو سره هم د قاسم سليماني د وژلو په اړوند خبرې اترې کړي دي.

امریکې د جمعې په سهار په بغداد کې په يو ډرون بريد کې د ايران د القدس ځواک مشر قاسم سليماني وژلی ؤ.

د امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ په وېنا سليماني د زرګونو امریکايانو وژونکی او ژوبلوؤنکی ؤ.

ايران ويلي د سليماني د وژنې بدل به اخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG