لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حریم شاه پاکستان پرېښودلو، وایي اذربائیجان ته رسېدلې


پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو د سیاستمدارانو اؤ حکومتي مشرانو په رسوا کولو مشهورې شوې پېغلې حریم شاه دپاکستان پرېښودلو اؤ کېننېډا کې د ژوند تیرولو اعلان کړی دی.

دخیبر پښتونخوا دمانسهرې سیمې سره تړاؤ لرونکې ۲۹کلنه حریم شاه چې خپل نوم یې فضاء حسین دی وایي دا مهال دخپلې بلې ملګرې صندل خټک سره یو ځائ د اذربائیجان په پلازمینه باکو کې ده اؤ غواړي د کېنېډا وګړتوب ترلاسه کړي.

حریم شاه تر اوسه دپاکستان د وزیراعظم عمران خان نه نیولې دهغه دحکومت د زیاتره وزیرانو سره خپل اخستل شوي عکسونه اؤ ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرې کړي .

په نزدې ورځو کې هغې د پاکستان د ریلوی دمرکزي وزیر شیخ رشید اؤ حریم شاه یو ویډیو کال هم په ټولنیزو رسنیو خپور شوی کوم کې چې حریم شاه شیخ رشید ته په دې ویلو لیدل کیږي چې تا به ماته ځان لوڅ ښودلو اؤ نامناسبې ویډیوګانې به دې راته رالیږلې.

خو ددې ترڅنګ دهغې په نوم مشهوره شوې یوه غیراخلاقي ویډيو هم په ټولنیزو رسنیو خپره شوې چې تر اوسه یې پخلی نه دی شوی چې ایا دا لوڅه ویډيو په رښتیا هم د حریم شاه ده که په هغې پسې تړل شوې ده.

دپاکستان یو شخصي ټي وي چینل سره پخپلو تازه خبرو کې حریم شاه ویلي چې هغې دکېنېډا د وګړتوب ترلاسه کولو دپاره عریضه کړې ده اؤ غواړي نور هلته ژوند وکړي.

هغې ویلي چې دخپلې ملګرې صندل خټک سره یو ځائ دپاکستان نه وتلې ده اؤ غواړي کېنېډا ته لاړه شي.

حریم شاه زیاته کړې” ده پاکستان زمونږ وطن دی ، بیا به هم ورته ارو مرو راځو خو مونږ ته ډیر کارونه راپغاړه دي چې کله دا وکړو نو له هغې وروسته به وطن ته راځو”

پخپلو خبرو کې هغې نه ده واضحه کړې چې څه کارونه ورپغاړه دي ؟ خو په پاکستان کې دتیرو څو اوونیو راهسې په میډیا د حریم شاه په هکله تاوده بحثونه روان دي اؤ ځېنې څېړونکي وایي هغې ځان په دومره لانجو کې را ولړولو چې اوس یې ژوند ته لکه دقندیل بلوچ ګواښونه پېښ دي.

د حریم شاه پلار سید ضرار حسین شاه هم اوړمه ورځ په وړومبي ځل په ټولنیزو رسنیو راښکاره شوی اؤ دخپلې لور حریم شاه په عملونو یې دخپلو،خپلوانو اؤ ټولو خلکو نه بخښنه غوښتې وه.

دحریم شاه پلار پخپل یو ویډیو پېغام کې ویلي وؤ چې هغه خپلې لور ته لوړې دیني زده کړې ورکړې وې اؤ هغه نه یې دیني عالمه جوړه کړې وه خو هغه ډير افسوس کوي چې دلور له امله یې دهغې خپل،خپلوان اؤ ټول قام وشرمیدلو.

حریم شاه څوک ده؟

دحریم شاه دشناختي کارډ اؤ پاسپورټ عکسونه هم په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي چې دهغې له مخې دحریم شاه خپل نوم فضاء حسین دی اؤ هغه د خیبر پښتونخوا دمانسهرې ضلعې د اوګۍ سیمې اوسیدونکې ده.

دانډیپنډنټ اردو ویب پاڼې د پلټنو له مخې حریم شاه څلور خویندې اؤ درې وړونه لري اؤ دهغې دکلي یو دسکول یو استاد چې فرضي نوم یې حبیب الله ښودل شوی وایي چې دحریم شاه په حرکتونو دهغې دکلي ټول خلک پریشانه دي.

دغه استاد وایي دحریم شاه پلار سرکاري افسر نه بلکې دځنګلونو محکمه کې یو ساتونکی ؤ ،مور یې دسکول استاذه اؤ تره یې په سکول کې چپړاسي دی.

هغه دا هم ویلي چې حریم شاه واده شوې ده اؤ دهغې واده دخپلې ترور د ځوئ سره شوی ؤ چې له هغه یې یوه لور هم زیږؤلې ده خو وروسته یې له هغه طلاق اخستی ؤ.

پخپله حریم شاه ددغو دعوؤ په هکله څه نه دي ویلي خو هغه پخپلو زیاتره مرکو کې وایي چې پلار یې هم افسر دی اؤ مور یې هم افسره ده پخپله د خپل کلي جائیدادمن اؤ نوابان دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG