لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې دسکهـ خبریال زلمي رور وژل شوی


په پاکستان کې د لږکیو سکهانو درورولۍ سره دتړاؤ لرونکي خبریال هرمیت سنګهـ ځلمي ۲۵کلن رور پرویندر سنګهـ په پېښور کې نامعلومو کسانو په ډزو وژل شوی دی.

خبریال هرمیت سنګهـ وایي پاکستان ته هرکال درنې پېسې دبهر نه د لږکیو دساتنې دپاره راځي خو دلته دلږکیو د تحفظ دا حال دی چې هغه نن دخپل ځلمي رور جنازه پورته کوي.

هرمیت سنګهـ پاکستان کې وړومبی سکهـ خبریال ګڼل کیږي اؤ دهغه کورنۍ ته نزدې سرچینو امریکا غږ ډیوه ته د خالي په ورځ ویلي چې د هرمیت سنګهـ د ورور پرویندر سنګهـ څو ورځې وروسته واده کیدونکی ؤ،چې دخپل واده دسود سودا اخستو دپاره هغه تیره ورځ پېښور ته تللی ؤ.

سرچینې وایي نامعلومو خلکو د وژل شوي پرویندر سنګهـ رور ته په ټيلي فون اطلاع ورکړې چې ستا ورور پېښور کې وژل شوی اؤ مړی یې څمکنو سیمه کې پروت دی.

دڅمکنو دپولیسو تاڼه کې د درج شوي رپورټ له مخې دشانګلې د چکیسر سیمې اوسیدونکي تویندر سنګهـ د راتم رام سنګهـ زوئ ورته ویلي چې تیره شپه ورته د وژل شوي پرویندر سنګهـ دموبائیل فون نه نامعلوم تن زنګ ووهلو اؤ ورته یې وویل ستا ورور پرویندر وژل شوی اؤ مړی یې دڅمکنو تاڼې په سیمه کې غورځول شوی.

پولیس وایي دمړي ترلاسه کولو نه وروسته یې دنامعلومو کسانو په ضد ایف ایي ار درج کړی اؤ دپېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

دخپل ورور له وژنې وروسته خبریال هرمیت سنګهـ پاکستان کې دلږکیو سره په کېدونکي چلن اندېښنه ښودلې اؤ ویلي یې دي دپاکستان حکومت ته هرکال دبهر څخه درنې پنګې دلږکیو دساتنې اؤ تحفظ دپاره ورکول کیږي خو دافسوس خبره ده چې دلته دلږکیو هیڅ تحفظ نه کیږي اؤ نن هغه دخپل ورور مړی پورته کوي.

رسنیو سره خبرو کې هغه ویلي د لږکیو سره په کیدونکي دې زیاتي به غلی نه پاتې کیږي اؤ خپل غږ به تر هرچا رسوي ځکه چې که هغه غلی پاتې شو نو نن دهغه ورور ووژل شو، سبا به هندووان اؤ عیسیائیان دخپلو وروڼو مړي پورته کوي.

هغه وایي” تاسو خو د اقلیتونو دتحفظ ډنډورې غږوئ خو مونږ ته هرکال دخپلو مړو راپورته کول پغاړه وي،کله دپېښور نه دخپلو خلکو مړي پورته کوؤ اؤ کله د سوات اؤ کله دنورو سیمو نه”

پېښور کې د سیکهانو دټولنې مشر رادیش سنګهـ ټوني وائس اف امریکا سره خبرو د پرویندر سنګهـ په وژنه دخفګان څرګندونه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې پاکستان کې ورځ‌ تر ورځه په لږکیو د ژوند ساحه راتنګول کیږي.

هغه وویل” دلته ه دلږکیو سره دا زیاتې دکال ۱۹۹۲نه روان دی کله چې په هند کې د بابري جومات پېښه رامنځته شوې وه اؤ دهغې نه راپدیخوا دلته هندوان اؤ سکهان په نخښه کولی شي خو بیا ۲۰۰۴م نه زمونږ هدفي وژنې کیدلی اؤ دالرۍ د ۲۰۱۳ نه ډیره زیاته چټک شوه”

هغه وویل هر کال مونږ د خپلو زلمو مړي پورته کوؤ خو هیڅوک زمونږ تحفظ ته پام نه ګرځوي.

هغه وویل حکومت ټولې دنیا ته دا تاثر ورکوي چې پاکستان کې لږکي خوندي دي خو دا څنګه خوندیتوب دی چې مونږ دخپلو مړو پورته کولو نه وزګار نه شو.

هغه وویل د لږکیو دپاره چې دبهر نه کومې پنګې راځي‌ هغه غبن کیږي، د لږکیو زلمي وژل کیږي، پیغلې یې په مهذب پرېښودلو اړ کولی شي اؤ هر قسم زیاتی ورسره روان دی.

دسیکهانو د ټولنې مشر د ملګرو ملتونو نه غوښتنه وکړه چې پاکستان کې د لږکیو خراب حالت ته خپل پام وګرځوي ځکه چې دلته دوئ لکه د بې موره بې پلاره اولاد د ګواښونو ډک ژوند تیروي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG